1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي: د اوکراین د جګړې پای يوازې په «ديپلوماسۍ» کيږي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۱, شنبه

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي، د شنبې په ورځ وويل چې د اوکراین جګړې د پای له پاره د حل یوازينۍ لاره «ديپلوماسي» ده. مسکو بیا پر کيف تور لګوي چې مذاکراتو ته علاقمندي نه لري.

https://p.dw.com/p/4BfpD
Ukraine-Krieg - Präsident Selenskyj
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکيانځور: Ukrainian Presidential Press Office/AP/dpa/picture alliance

زيلنسکي یوه اوکرايني تلویزیون ته وويل چې جګړه به د «ديپلوماسۍ له لارې پای» ته رسيږي. هغه زیاته کړه چې جګړه به «وينې توېې کړي، جګړه به ادامه ولري خو په قطعي توګه پای به ېې یوازې د ديپلوماسۍ له لارې وي.»

زیلنسکي پر مذاکراتو ټینګار وکړ او ویې ويل چې «مسائیل موجود دي چې حل ېې يوازې د مذاکرې په ميز کې کیدای شي.»

د اوکراین ولسمشر وويل، «موږ غواړو هرڅه بیرته خپل لومړني حالت ته را وګرځي (څنګه چې پخوا ول)» خو زيلنسکي پرته له دې چې جزئيات ورکړي وويل چې «روسیه دغه څه نه غواړي.»

په عین وخت کې د کیف او روسیې تر منځ د سولې مذاکراتو ابتدايي پړاو د جګړې په سر کې پيل شوی دی.

د کيف د مذاکراتي ټيم مشر، ميخايلو پوډولیاک، د سه شنبې په ورځ وويل چې روسېې سره دغه منظم مذاکرات وروسته له هغې چې د پام وړ نتایج يې نه درلودل، په «تعلیق حالت کې ولويدل.»

یوه ورځ وروسته د کریملين ویاند، دیميتري پیسکوف بیا د کيف چارواکي تورن کړل چې نه غواړي د خصومتونو د پای ته رسولو له پاره مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

پسکوف په دې هکله زیاته کړه: «په واقعیت کې مذاکرات مخ ته نه ځي او موږ د دغې پروسې د ادامې له پاره د اوکرايني مذاکره کونکو بشپړې نه علاقمندۍ ته اشاره کوو.» د روسېې خبري آژانس په حواله، وروستي مذاکرات د اپریل په ۲۲مه ترسره شول.

روسي ځواکونو پر اوکراین، د فبرورۍ په ۲۴مه یرغل پيل کړ، خو د پلازمينې کیف په سقوط کې ناکام شول. تر هغه وروسته دغو ځواکونو خپل تمرکز د اوکراين پر ختيځ باندې کړی چيرته چې جګړه ادامه لري.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.