1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زنگاوات ته پر ورغلی پلاوي باندي بريد سوی دئ

۱۳۹۰ اسفند ۲۳, سه‌شنبه

د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات په کلي کښي پر هغه لوړ پوړي دولتي چارواکي بريد سوی دئ چي د ولسمشر حامد کرزي په امر ورغلی وو.

https://p.dw.com/p/14JlL
انځور: AP

دغه پلاوی چي د افغانستان د لوی درستيز په شمول د سرحداتو وزير او کندهار والي او د ولسمشر دوه وروڼه پکښي شامل ول، د يکشنبې د ورځي د خونړۍ پيښي د قربانيانو په فاتحه کښي يې گډون کړی وو.

د کندهار په ولايتي شورا کښي د پنجوايي ولسوالۍ غړی او قومي مشر حاجي اغالالی دستگير چي هم د پيښي پر مهال په سيمه کښي وو دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته د تليفون پر کرښه وويل چي پر مسجد باندي هغه مهال د سپکو وسلو بريد وسو چي فاتحه پای ته ورسېده.

«موږ له مسجد څخه را ووتلو تقريباً سل ميتره ليري وو چي د سپکو وسلو ډزي پيل سوې. له کابل او کندهار څخه ورغلی لوړ پوړی پلاوی لا په مسجد کښي وو چي ټکان شروع سول.»

د دستگير په خبره په پيښه کښي درې تنه پولس ټپيان سوي دي او نور کوم چا ته زيان نه دئ رسېدلی.

«ټکانو پنځه دقيقې دوام وکړی نور امنيتي ځواکونو په سيمه کښي پر کنترول برلاسي سول او بريد کوونکي په تېښته بريالي سول.»

په کندهار کښي د دويچه ويله پښتو ويبپاڼي خبريال وايي چي دولتي لوړپوړی پلاوی بیرته ښار ته رسېدلی او امنيتي وضع د ډاډ وړ ده.

تيره ورځ طالبانو په خپله انترنيټ پاڼه کښي ليکلي ول چي د زنگاوات د بې گناه قربانيانو غچ به اخلي.

د يکشنبې په ماخوستن د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات په کلي کښي يو امريکايي عسکر له خپلي قرارگاه څخه وتلی او په درو کورونو کښي ئې ۱۶ تنه چي ډيری ئې ښځي او ماشومان ول ووژل.

تيره ورځ د افغانستان ولسي جرگې په يوه ځانگړې غونډه کښي ددې پيښي د عاملانو د علني محاکمې غوښتنه وکړه.

خو نن د امريکا د متحده ايالاتو ددفاع وزير ليون پنيتا ويلي دي چي عامل ته به ئې د امريکا د پوځي قانون له مخي سخته سزا ورکړل سي او کيدای سي چی د مرگ له سزا سره هم مخامخ سي.

هغه زياته کړې ده چي دغه کس به په افغانستان کښي نه، بلکي په امريکا کي محاکمه سي.

د زنگاوات د کلي ننۍ پيښي دا و ښووله چي افغان امنیتي ځواکونه څومره توان لري.

کارپوهان په دې نظر دي چي په داسي حال کي چی افغان ځواکونه د هيواد لوی درستيز، وزير، والي او د ولسمشر دوه وروڼه په يوه کوچني کلي کښي نسي ساتلای نو دوی به د يوې ولسوالۍ او ښار ساتل څرنگه وکړي.

نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش