«زما زړه یوازې په ما پوري اړه لري»
۱۳۹۸ دی ۲۶, پنجشنبهعملیات اته ساعته دوام وکړ. کله چې اولیور ویبر، وروسته له یونیم ورځې سختې بې هوښۍ څخه را پاڅید، ډیره انرژي یي درلوده. هغه وایي: «دا یو لیونې کوونکی احساس وو، ما احساس کړ چې روح مې خوشحاله او له انرژۍ ډک يم.»
لږ مخکې تر دې هر څه بل ډول وو. دغه ۴۷ کلن کس د ژوند او مرګ ترمنځ حالت کې وو. د اينې د یو ډول ناروغۍ له امله یي رنګ تک زیړ او تر اندازې ډیر يې د کمزورۍ احساس کاوه.
د دویم ځلي زیږیدو نیټه
د ۲۰۱۲م کال د مارچ میاشتې پر ۲۲ نیټه ویبر د آلمان د ایسن ښار په پوهنتون شفاخانه کې له یوه نوي اينې سره له بی هوښۍ را ویښ شو. هغه وایي : «زه واقعاً دې نیټې ته د دویم واري زیږیدنې د نیټې په سترګه ګورم.»
خو په آلمان کې ډير خلک د ویبر په څیر د دویم واري زیږدنې نیټې د لمانځلو فرصت نه ترلاسه کوي، ځکه دلته لږ خلک خپل د بدن غړي هدیه کوي. نن د آلمان په بونډسټاک یا پارلمان کې پر دې بحث او رای اچونه وشوه چې څنګه کیدای شي دې وضعیت ته د پای ټکې کیښودل شي.
د دوو په اصطلاح تضادو حل لارو په هکله رایګیري وشوه. د آلمان د عامې روغتیا وزیر یینس شپان، له خوا په وړاندیز شوې مسوده کې ویل شوي وو چې په راتلونکې کې به هر کس د بدن د غړو هدیه کوونکې بلل کیږي، یوازې هغه کسان چې په خپل ژوند کې یي ویلي وي چې نه غواړي خپل د بدن غړي هدیه کړي او یا يي هم تر مړينې وروسته وارثين د بدن غړو د نه ورکولو پریکړه وکړي.
دا به په آلمان کې د غړو د اعانه کولو له پاره یو بنسټیز بدلون وای، د دغه هیواد د قانون له مخې تر اوسه پورې هر کس پخپله د خپل بدن د غړو د اعانه کولو یا نه اعانه کولو د پریکړې حق لري.
په دې هکله د چهارشنبې ورځې په رای اچونه کې ۳۷۹ استازو د شپان له خوا دغه وړاندیز شوې طرحه رد او یوازې ۲۹۲ استازو یي په ملاتړ رایه ورکړه.
د زرغون ګوند د مشرې انالینا بایربوک، ترڅنګ د پارلمان د استازو یوې بلې ډلې «پخپله د پریکړې حق درلود» قانون پرخپل حال د پاتيدو ترڅنګ، په دې برخه کې د وضاحت پر زیاتیدو ټینګار کاوه، څو په دې شکل د بدن د غړو اعانه کولو کچه لوړه کړای شي.
د دوی په خبره په راتلونکې کې باید د مرکزي انټرنټي ثبت نام پرمهال دا آسانتیا موجوده وي چې که یو څوک د تذکرې ترلاسه کولو له پاره عریضه کوي، نو په دې هکله هم د یوه رسمي وضاحت ور کولو امکانات ولري.
Astrid Prange/sn/nz