1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زما جسم، زما خوښه» شعار پاکستان کې تاوده بحثونه راپورته کړي

۱۳۹۸ اسفند ۱۴, چهارشنبه

ټاکل شوې ده چې د ښځو په نړیواله ورځ به د نورو هیوادونو ترڅنګ په پاکستان کې هم د ښځو مارشونه ترسره شي. خو په دغه هیواد کې یو وار بیا د «زما جسم، زما خوښه» پر شعار شدید بحثونه راپوته شوي دي.

https://p.dw.com/p/3YqrN
Pakistan Marsch der Frauen beim Internationalen Frauenstag
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash

د سه شبنې په ورځ په پاکستان کې د یوه تلویزوني پروګرام پر مهال دغه بحث د ښکنځلو تر حده ورسید، چې د دغه هیواد مشهور ډرامه لیکونکي خلیل الرحمن قمر دغه شعار غلیظ وباله او د پروګرام یو تن بل ګډونوالې مدني فعالې ماروی سرمد د «میرا جسم میرې مرضي» یا د «زما جسم، زما خوښه» شعار څو واره تکرار کړ.

د میرمن سرمد په دې عمل خلیل الرحمن قمر په غوسه شو او ښکنځل یې پیل کړل. دې کار په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه راپورته کړي دي.

د پاکستان محافظه پاله ټولنه چې د یو شمیر مسائلو په اړه پکې نظرونه ویشل شوي، پر دې موضوع هم پر دوو ډلو ویشل شوې ده. یو لور یې ځان لیبرال او روشنفکران بولي چې د خلیل الرحمن نظر په کلکه غندي، په داسې حال کې چې بیا دویمه ډله د ښاغلي قمر په ستایلو مصروف دي.

د دې پروګرام په کلیپ کې چې اوس په ټولنیزو رسنیو کې موجود دی لیدل کیږي چې خلیل الرحمن قمر د «زما جسم، زما خوښه» په اړه خپلې خبرې په ډیر جذباتي اندازې کې پيلوي او دا یو ډیر غلیظ شعار بولي. ماروی سرمد چې هغه هم د تلیفون په بله لیکه پروګرام کې شامله ده د قمر د خبرو په غبرګون کې په پرله پسې ډول د «زما جسم، زما خوښه» شعار تکراروي.

تیر وار هم د ښځو د مارش پر مهال پر دې شعار په پاکستان کې غوغا راپورته شوې وه. په دغه هیواد کې محافظه پالان وایي چې له دې شعار سره په ټولنه کې د «بی حیایې» د خپرولو هڅه کیږي، ځکه په خبره یې په اسلامي ټولنه کې ښځې پر خپل جسم یا بدن داسې اختیار نه لري چې هر ډول یې غواړي استعمال یې کړي.

بل لور ته روشنفکره طبقه په دې نظر ده چې دا یو بنسټیز بشري حق دی او په هیڅ صورت څوک یې ترې په زور نه شي اخیستلی.

ماروی سرمد د خپل پروګرام کلیپ په تویتر کې پوست کړی او ورسره یي لیکلي: «دا هغه شخص دی چې د اخلاقو درس یي ورکاوه. د ښځو د مارش د مخالفینو څیره دلته ووينئ.»

د پاکستان یوه بل مشهور لیکوال عمار مسعود په خپل تویتر کې لیکلي دي: «په کومه ټولنه کې چې د ماروی سرمد په څیر ذکاوت درلودونکي ښځې د بدماش په شکل وړاندې کیږي، او داسې شخص بیا هیرو یا اتل بلل کیږي، په داسې جاهله ټولنه کې به همداسې کیږي. د دې د پروګرام وړاندې کوونکي هم همدومره ملامت دي. دوی باید د هغه اړیکه پریکړې وای.»

همدارنګه د نوبل د سولي جایزې ګټونکې او مدني فعالې ملاله یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزي پر دې موضوع له هیش ټیګ   #AuratMarch2020سره لیکلي دي: «دا چې دغه له پیړیو راهیسې ناروغه سړي با تهذیبه کیږي، دې ته ډیر وخت پکار دی. خو باور وکړئ چې راتلونکی سبا د ښځو دی. ښکنځل او قهریدل د ماتې لومړۍ نخښه ده. بیا به ستا د ريښتیا او دلیل غږ تر لیري لیري ځایونو پورې ورسیږي. سلامت اوسئ.»

بل لور ته مشهور لیکوال انصار عباسي بیا لیکلي دي: »د زما جسم، زما خوښه» شعار په ټولنه کې د بی شرمۍ، بی غیرتۍ او بی لاریتوب خپرولو یو کمپاین دی چې موږ یې له تیرو څو کلونو راهیسې وينو. یقیناً زموږ په ټولنه کې ښځو ته هغه حقونه نه دي ورکړل شوي چې زموږ دین یې امر کړی دی، چې حل لاره یې په هیواد کې د اسلام نافذیدل دي، نه له اسلام څخه د لیري کیدو کومه نخسه.»

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز