1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمی خلیلزاد پاکستان او افغانستان ته سفر کوي

۱۳۹۷ مهر ۱۲, پنجشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ترمپ د ادارې ځانګړی نوی استازی خلیلزاد هڅولی څو په افغانستان کې د پخلایني په برخه کې د پاکستان د نظریو پر وړاندې ډیر حساس اوسي.

https://p.dw.com/p/35wtF
Ex-Botschafter Zalmay Khalilzad
انځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

له هغه وخته راهيسي چې د افغانستان او پاکستان د سولي په چارو کې د امريکا ځانگړی استازی زلمی خليلزاد ټاکل شوی دی زلمی په پاکستان کې اندیښنې پيدا شوي دي. د افغانستان له پاره د متحده ایالاتو پخواني سفیر خلیلزاد، تر دې وړاندې له متحده ایالاتو غوښتي ول چې که چیري پاکستان یاغیانو ته د پټنځای له برابرولو لاس په سر نه شي، دغه هیواد د ترهګر د ملاتړي هیواد په توګه وپیژني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې په پاکستاني رسنیو کې د زلمي خلیلزاد د ګومارل کیدو په هکله منفي غبرګونونه ترسترګو شوي. نوموړي د دغه راز منفي لید لوري اصلي لامل د خلیلزاد له لوري د پاکستان پر ضد سختې څرګندونې په ګوته کړې.

قریشي چې په واشنګټن کې یې د سولې انستیتوت په نامه په یوه فکري ټولنه کې خبرې کولې وویل: «نوموړي ته نوې دنده ورکړل شوې او زه هیله من یم چې زه به هغه په پاکستان کې د نظریو په هکله ډیر حساس والي ته وهڅوم.» د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز زیاته کړه چې د افرادو په توګه موږ هغه څه چې غواړو هغه وایو، خو کله چې یو څوک رسمي مسئولیت ولري بیا له ډیرو محدودیتونو سره مخامخ کیږي او باید ډیر حساس اوسو، ځکه چې یوازې په همدې صورت کې یو څوک ډیر صادق منځګړی کیدلی شي.

Shah Mahmood Qureshi pakistanischer Außenminister UN Generalversammlung
انځور: Permanent Mission of Pakistan in UN

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې همدا راز وویل چې دا ډیره غیر عادي ده چې یو بهرنی دپلومات د یوه امریکايي چارواکي د چلند په هکله مستقیمه تبصره وکړي. قریشي د خپلو خبرو پرمهال د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان د دوو اړخیزو ترینګلو اړیکو په برخه کې د نظریو د اختلافاتو د لمنځه وړلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ټاکل شوې ده چې زلمي خلیلزاد به د پنجشنبې په ورځ خپل لومړی سفر پاکستان او افغانستان ته ولري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې یوې اعلامیې په حواله ټاکل شوې ده چې خلیلزاد به د خپل دغه سفر پرمهال متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته هم ولاړ شي.

د چهارشنبې په ورځ د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې خلیلزاد به د خبرو میز ته د طالبانو د راوستو په برخه کې د امريکا د ماموریت مشرتوب وکړي. اعلامیه زیاتوي چې د خلیلزاد دغه سفر د [ترمپ] د ادارې هغه اراده تمثیلوي چې غواړي د ا فغانستان د سولې ملاتړ وکړي او دا چې غواړي په دې برخه کې مرسته او پکې برخه واخلي.

په عین وخت کې په وروستیو کلونو کې د ترمپ ادارې د پاکستان پر وړاندې د پخوا په پرتله شدید سیاست غوره کړی دی. سربیره پر دې واشنګټن پاکستان ته د ترهګرو پر وړاندې د نه اقدام له امله د میلیونونو ډالرو په ارزښت خپلې پوځي مرستې هم ځنډولې دي. واشنګټن همدا راز له پاکستانه غواړي له طالبانو سره د خبرو په برخه کي له کابل سره مرسته وکړي، څو په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسيږي.

بل لوري ته بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د پوځي مرستو پر توقف انتقاد وکړ خو زیاته یې کړه چې د سه شنبې په ورځ یې په دې هکله د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې کړي دي.

USA | US-Außenminister Pompeo empfängt Pakistans Außenminister Qureshi
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Owen

قریشي د افغانستان د سولې په برخه کې روانو هڅو ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان حکومت، امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان ترمنځ یوه غونډه هم بايد وشي، څو د افغانستان د جګړې د پای په هکله خبرې وشي. د نوموړي په حواله طالبانو له کابل سره د مستقیمو مذاکراتو موضوع رد کړې او وايي چې غواړي یوازې له امریکا سره خبرې وکړي.

قریشي همدا راز وویل چې پاکستان به پر طالبانو له خپل ټول نفوذ څخه کار واخلي څو دوی د سولې په لړۍ کې د برخې اخیستو له پاره وهڅوي، خو زیاتوي چې د دوی نفوذ [د پخوا په پرتله] کم شوی دی.