1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمی خلیلزاد له غني او عبدالله سره د اوربند په اړه غږيدلی

۱۳۹۹ خرداد ۱, پنجشنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړی استازی زلمی خليلزاد له ولسمشر غني او د ملي مصالحي د عالي شورا د مشر عبدالله سره په ليدنه کې له طالبانو سره د سولې پر موضوغ غږيدلی.

https://p.dw.com/p/3cZcj
Kabul Afghanistan politische Debatte TV
انځور: Getty Images/W. Kohsar

دا د سياسي واک پر سر هوکړې ته تر رسيدو وروسته له ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره د زلمی خليلزاد لومړی ليدنه کتنه وه. ولسمشر غني وويل چې تر دې دوې اړخیزې ناستې تر مخه یې له خليلزاد سره په جلا ملاقات کې د طالبانو سره د اوربند پر موضوع خبرې کړي.

د ولسمشر غني له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي: «دواړو خواو د سولې د پروسې د راتلونکو گامونو په اړه خبرې وکړې او تر بين الافغاني خبرو د مخه یې د اوربند پر موضوع ټينگار وکړ.»

په اعلاميه کې زياته شوې چې د طالب بنديانو د آزادولو د لړۍ پر څرنگوالي هم خبرې وشوې.

د مصالحي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د فيسبوک د خپلې پاڼې له لارې ويلي چې د درې اړخیزې ناستې وروسته یې له خلیلزاد سره دوه په دوه ليده کاته وکړل. نوموړي زياته کړې چې په دې ليدنه کې یې د بين الافغاني خبرو د پيل له پاره د تاوتريخوالي پر کميدو او اوربند ټينگار وکړ. زلمي خليلزاد هم ويلي چې له عبدالله سره یې په خبرو کې د هغه د نوې دندې د پلانونو پر پلي کولو خبرې کړي.

خليلزاد دمگړۍ په سيمه کې دی څو طالبان او افغان حکومت تر څو مياشتني ځنډ وروسته د خبرو اترو ميز ته کيښنوي. طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹ نیټه له امريکا متحده ایالاتو سره د هوکړه ليک تر امضاء کولو وروسته خپل بريدونه زيات کړي دي.

د سه شنبې په ورځ د طالبانو په تازه بريد کې په تخار ولایت کې د حکومت پلوه پاڅون کوونکو نهه تنه غړي ووژل شول.

د چهار شنبې په ورځ د دې ډلې مشر ملا هيبت الله اخونزاد د اختر په مناسبت په خپل پېغام کې له امریکا سره تړون ته د ژمن پاتیدو خبره وکړه، خو په عين حال کې یې پر خپلو جنگيالو په «خپلو هدفونو د تمرکز» غږ وکړ. افغان حکومت د نوموړي پر دې پېغام سخت غبرگون وښود او د هغه دا څرگندونې یې تاوتريخوالي ته د جنگيالو هڅول وبلل.

bs/nz (Reuters)