1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سِکان د مذهبي مراسمو له پاره له ویزې پرته پاکستان ته داخلیږي

۱۳۹۸ آبان ۱۸, شنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هندوستان سِک مذهبو ته له ویزو پرته دغه هیواد ته د داخلیدو لړۍ نن رسماً پرانیستله. ټاکل شوې چې سلګونه سِک مذهبه هندي وګړي به په پاکستان کې په یو لړ مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/3SkLW
Pakistan und Indien Eröffnung Sikh Pilgerweg in Kartarpur
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۹مه نیټه) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سک مذهبه زیارت کوونکو له پاره پاکستان ته د تګ په موخه له ویزې پرته د یوه پروګرام پرانیسته وکړه. عمران خان د شنبې په ورځ د هندوستان پولې ته څیرمه په کرتاپور کې خپله پوله د هندي سک مذهبو پر مخ پرانیستله. په دې توګه ټاکل شوې چې زرګونه سک مذهبه به په آسانۍ سره د پاکستان خاورې ته داخل شي او په دغو مذهبي مراسمو کې به ګډون وکړي.

د ګوردوارا دربار صاحب په نامه د سک مذهبو زیارت چې د هندوستان پولې ته نیږدې د ناروال ولسوالۍ په کرتاپور کې موقعیت لري، سکانو ته دوهم تر ټولو مقدس ځای شمیرل کیږي. دغه زیارت د راوي سیند پر غاړه د هند پولې په څلور کیلومترۍ کې پروت دی.

په دې ترتیب سره اوس د هندوستان سک مذهبان کولی شي چې د انترنت له لارې د دغه زیارت د لیدو له پاره اجازه ترلاسه کړي. په عادي حالاتو کې د هندوستان او پاکستان د وګړو له پاره د دغو هیوادونو د ویزو اخیستلو لړۍ ډیره سخته وي.

Kartarpur | Grenzkorridor zwischen Indien und Pakistan
انځور: AFP/Getty Images/A. Qureshi

دغه اقدام داسې مهال عملي کیږي چې همدا اوس د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کشمیر د مسئلې پر سر اړیکې ترینګلې دي. هندوستان په دې وروستیو کې د خپلې ولکې لاندې له کشمیر څخه د نیمه خپلواکۍ حیثیت بیرته واخیست چې د پاکستان له سخت غبرګون او انتقال سره مخ شو.