1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روم کې د مهاجرو په پلوي پراخې مظاهرې شوې

۱۳۹۷ آذر ۲۵, یکشنبه

په زرونو کسانو د ايتاليا حکومت له خوا د مهاجرت په قانون کې د محدوديتونو د رامنځ ته کولو پر ضد مظاهرې وکړې. مظاهره کوونکي مهاجرو ته د لا ډيرو حقونو غوښتونکي شوي دي. په دغو مظاهرو کې د راګ موسيقۍ يوه ستوري هم ګډون کړی دی.

https://p.dw.com/p/3ACyX
Rom - Demonstration gegen Einwanderungspolitik in Italien
انځور: picture-alliance/dpa/A. Tarantino

په زرونو اعتراض کونکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په ۱۵مه) د ايټاليا په پلازمينه روم ښار کې د فرانسې د اعتراض کونکو په څير «زيړ واسکټونه» واغوستل او واټونو ته راووتل. دوی چې د مهاجرو په ملاتړ او د حکومت د مهاجرت نوي سياست په غبرګون کې راوتلي وو، شعارونه يې ورکول: «خپلو حقونو له پاره مو پورته شئ!» دغه شعار د راک هغې مشهورې سندرې څخه اخيستل شوی کومه چې د موسيقۍ «وايلرز» ډلې د مارلي له پاره وېلې ده.

دغه مظاهرې د ايټاليا د کارګرانو اتحاديې او د «پوتره ال پوپولو» يا «د خلکو ځواک» په نوم، د کيڼ اړخي خوځښت له خوا په لاره اچول شوې دي. دوی په ځانګړې توګه د ايټاليا د لومړي وزير ماټئو سالوينې د مهاجرت پر هغه قانون نيوکې کولې چې په نوامبر مياشت کې په اجرا کې راغلی دی. دغه قانون په ايټاليا کې د بشردوستانه دلايلو پر اساس د مهاجرو اقامې په شديده توګه محدودوي. دغه ډول اقامې په ځانګړې توګه کورنيو، يوازې ميندو، له ويرې او وحشت څخه اغيزمنو مهاجر او نور زيانمنونکو افرادو له پاره ورکول کيږي.

د مظاهره چيانو له ډلې څخه ايورر کونه براهيما چې د «مهاجرو او بې اسنادو کسانو له پاره د نړيوال ائتلاف» څخه دی، وايي چې د ايټاليا د مهاجرت نوي قانون سره، ډير خلک غيرقانوني او قاچاقي لارو ته مخه کوي. هغه وايي: «موږ غواړو چې ټول د اقامې حق تر لاسه کړي. مونږ د ټولو له پاره سرپناه او کار خواړو.»

په تيرو کلونو او د روان کال تر اګست مياشتې پورې په ايټاليا کې په اوسط ډول ۲۵ سلنه پناه غوښتونکو د بشردوستانه دلايلو له مخې د دغه هيواد اقامې ترلاسه کولې. خو د نوي او سخت سیاست په عملي کيدو سره دغه شمير په شديده توګه راښکته شوی دی. د بيلګې په توګه په نوامبر مياشتې کې يوازې ۵ سلنه مهاجرو دغه ډول اقامې ترلاسه کړې وې.

دویچه وله / ع. ح / م. ک. ص

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: