«د افغان کارکونکو د پناه غوښتنې بهير دې اسانه شي»
۱۳۹۷ دی ۲, یکشنبهد آلمان د زرغون ګوند غړو لويسته امتسبرګ، اميد نوري پور او اګنيشکا بروګر د آلمان د دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو ته يو ليک استولی او په هغه کې يې د افغانستان په شمال مزارشريف ښار کې د هغو افغانانو د پناه غوښتنې په اړه د بيا کتنې غوښتنه کړې چې آلماني ځواکونو سره يې کار او له څه مودې راهيسې يې په پرله پسې توګه د آلماني ځواکونو اډې مخ ته اعتراضونه کړي.
د زرغون ګوند سياستوالو په دغه ليک کې ليکلي دي: « د افرادو د انفرادي دوسيو د غيرشفافو څيړنو پر ځای، بايد سهولتونه په ډليزه توګه [د افغان همکارانو له پاره] رامنځ ته شي.»
دغو سياستوالو ويلي دي چې آلمان د امنيتي خطرونو له امله تر اوسه په افغانستان کې خپلو ۷۴۰ تنو کارکونکو ته د حفاظت حق صادر کړی دی. خو په حاضر وخت کې دغه بهير د تعليق په حالت کې راوستل شوی دی.
په ۲۰۱۷م کال کې يوازې ۴ تنه افغانانو، د حفاظت حق تر لاسه کړی وو، په داسې حال کې چې سږکال هيڅ څوک له دغه ډول حفاظت څخه نه دی برخمن شوی.
په دې لړ کې د پناه غوښتنې ۸۰ دوسيې رد شوي هم دي. بله ستونزه چې دغه کسان ورسره مخ دي، هغه په پاکستان او هند کې د آلمان له سفارتونو څخه د ويزو غوښتنه ده.
د زرغون ګوند سياستوالو دغو درو وزارتونو ته ليکلي دي: «موږ په بشپړه توګه په دې باور يو چې آلمان د دغو افرادو د کار ورکونکي په توګه، د هغوی د کار پر وړاندې ځانګړی مکلفيت لري.» همدا ډول د دغه ليک په دوام کې ويل شوي: «په ځانګړې توګه هغه وخت چې دغه کسان او کورنۍ يې د خپل کار په دليل د [آلمانانو] د سيميزو همکارانو په توګه، له خطر سره مخ وي.»
په مقابل کې د آلمان حکومتي چارواکو ويلي دي چې د خپلو سيميزو همکارانو دوسيې يې په انفرادي توګه تر څيړنو لاندې نيولي او دوی داسې قوي شواهد چې دغه افراد دې د طالبانو له ګواښ سره مخ وي، په لاس نه دي راوړي.
د آلمان خبري آژانس / ع. ح/ م. ک. ص
د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: