رپوټ: ۵۸ سلنه قانوني سن ته رسیدلي پناه غوښتونکي اسناد نه لري
۱۳۹۷ آبان ۱۳, یکشنبهد «ویلټ ام زونټاګ» ورځپاڼې د آلمان په پارلمان کې د کيڼ ګوند (Die Linke) د یوې پوښتنې په ځواب کې د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي دي چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایې کې ۵۸ سلنه لویانو یا هغو پناه غوښتونکو چې قانوني سن ته رسیدلي دي خپل د هویت اسناد نه دي وړاندې کړي.
ویل کیږي چې د آلمان د مهاجرت ادارې (BAMF) ته واضحه شوې ده چې پناه غوښتونکي (د دوی په نظر د پناهندګۍ ترلاسه کولو چانس د لوړولو په موخه) په قصدي توګه د خپل اصلي هویت د پټ ساتلو په مقصد د اسنادو له ورکولو ډډه کوي.
د دغې احصایې له مخې یوازې ۲۱ سلنه سوریایې او ۲۴ سلنه ترکي پناه غوښتونکي خپلې پیژندپاڼې یا د هویت ثابتولو اسناد له ځان سره نه راوړي. په داسې حال کې چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله ۸۸ سلنه افغانان، ۷۹ سلنه اریتیریایان او ۹۵ سلنه الجزایري پناه غوښتونکي اسناد نه لري.
همدارنګه د نیجیر، سومالیا، ګانا او ګامبیا هیوادونو په پناه غوښتونکو کې بیا دغه فیصدي حتی له ۹۷ سلنې څخه تر ۹۹ سلنې پورې لوړه ده.