1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: یونان په غیرقانوني ډول ۶۰۰۰۰ مهاجر ترکیې ته اخراج کړي

۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبه

د یوه رپوټ له مخې یونان په غیر قانوني ډول شا او خوا ۶۰۰۰۰ پناه غوښتونکي ترکیې ته اخراج کړي دي. زیاته شوې ده چې په دغه پروسه کې داسې پناه غوښتونکي هم شامل دي چې د پناه غوښتنې پروسې ته یې سم لاس رسی نه دی لرلی.

https://p.dw.com/p/3Sz0L
Lage von Migranten in Griechenland explosiv
انځور: picture-alliance/dpa/A. Tzortzinis

د «دیر شپيګل» په نوم آلمانۍ مجلې د چهارشنبې په ماښام رپوټ ورکړی دی چې یونان په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کلونو کې شا او خوا ۶۰۰۰۰ پناه غوښتونکي په غیر قانوني ډول ترکیې ته اخراج کړي دي.

ترکیه پر یونان باندې تور لګوي چې د پناه غوښتونکي د دوسیو پر وړاندې سم چلن نه کوي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اسناد ښيې چې یونان د ۱۲ میاشتو په موده کې یعنې د ۲۰۱۸م کال د نومبرې تر لومړۍ نېټې پورې ۵۸۲۸۳ کسان ترکیې په غیر قانوني توګه انتقال کړي دي.

یونان دغه تورونه ردوي او د دغه هیواد لومړي وزیر کیریاکاس میتسوکاسس، پر ترکیې باندې د یوه لفظي برید په ترڅ کې ویلي: «هغو خلکو چې د مهاجرو له کړکیچ څخه یې د خپل ځان له پاره استفاده وکړه، باید له یونان سره د چلن په برخه کې له ډیر احتیاطه کار واخلي.»

د ترکیې د اسنادو له مخې له یونان څخه د استول شوو کسانو لویه برخه د پاکستان دي. په دې کسانو کې همدا راز ډیر شمیر سومالیایان، د الجزایر هیواد وګړي، بنګله دیشیان او همدا شان سوریایي اتباع شامل دي.

د ترکیې چارواکو ویلي دي چې د سوریایانو پرته زیاتره دغه کسان خپلو اصلي ټاټوبو ته استول شوي دي او سوریایان په ترکیه کې هغه ښار ته استول شوي دي چيرې چې دوی د مهاجرو په توګه ثبت شوي وو.

د اروپایي او نړیوالو قوانینو له مخې د پناه غوښتونکو په اصطلاح له پولو «په شا تمبول» غیر قانوني دي. یو هیواد مکلفیت لري چې د مهاجرو د پناه غوښتنې وضعیت وارزوي، د دې پر ځای چې یوه بل هیواد ته واستول شي.

sr/bs (Elliot Douglas, KNA)

زموږ له آرشيف څخه: