1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

افغان مهاجر ښايي له آلمان څخه په ناقانونه ډول اخراج شوی وي

۱۳۹۷ تیر ۲۷, چهارشنبه

د رپوټونو په حواله له آلمان څخه د وروستیو اخراج شویو افغان مهاجرو په ډله کې ښايي یو یې په ناقانونه توګه له دې هیواد څخه ایستل شوی وي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت بیا په دې برخه کې «ادارې اشتباهات» نه دي رد کړي.

https://p.dw.com/p/31equ
Afghanistan Kabul abgeschobene Asylbewerber kehren zurück Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د «ان. ډي. آر» په نامه آلمانۍ رسنۍ د سه شنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې ویلي چې افغانستان ته د اخراج شوو مهاجرینو په وروستي پرواز کې یو ۲۰ کلن افغان مهاجر چې باید له آلمان څخه نه وای اخراج شوی، په اشتباهي توګه اخراج شوی دی. ویل کیږي چې د دغه افغان مهاجر د پناه غوښتنې لړۍ د اخراج پر مهال نه وه بشپړه شوې. سربیره پر دې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د «اداري اشتباهاتو» موضوع نه ده رد کړي.

د یادې آلمانۍ رسنۍ په حواله، د نصیب الله س. په نامه یو کس د ۲۰۱۵م کال په وروستیو کې د پناه غوښتنې له پاره عریضه کړې او بیا وروسته د ۲۰۱۷م کال په فبروري میاشت کې د مهاجرت په چارو کې د آلمان د فدرالي ادارې یا «بامف» لخوا یې د پناه غوښتنه رد شوې وه.

Afghanistan abgeschobene Asylbewerber kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

ناقانونه اخراج

دغه ۲۰ کلن افغان مهاجر د پناه غوښتنې د رد ځواب پر ضد اقامه دعوا کړې. د «ان. ډي. آر» رسنۍ د رپوټ په حواله د اخراج پرمهال د آلمان د ګریفسوالد په محکمه د نصیب الله س. اقامه دعوا د څیړنې په حال کې وه او په دې ترڅ کې پولیسو هغه د آلمان د مکلنبورګ فورپومرن  په ایالت کې د «نویبر انذینبورګ» په سیمه کې له خپل استوګنځي څخه بیولی دی. دغه پیښه د جولای میاشتې په ۳مه نیټه رامنځ ته شوې او نصیب الله د ۶۸ تنو نورو افغان مهاجرینو سره یوځای بیرته افغانستان ته اخراج شوی دی. د یادې محکمې ویاند ویلي چې «د اقامه دعوا له کبله اوسمهال د هغه [نصیب الله س.] اخراج مجاز نه وو.»

Deutschland Ellwangen - Polizisten nehmen Flüchtling fest
انځور: Getty Images/T. Niedermueller

نوموړي وړاندې زیاته کړه چې تر اخراج یوه اوونۍ وروسته نصیب الله باید محکمې ته غوښتل شوی وای. په دې ترتیب، رسنیو شته اسنادو ته په اشارې رپوټ ورکړی چې «بامف» او د بهرنیو اتباعو ادارې د دې فرضیې په رڼا کې اقدمات عملي کړي چې ګواکې د نصیب الله س. د پناه غوښتنې بهیر نهايي شوي او دا چې دغه کس اخراجیدلی شي.

د آلمان د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند بیا د دغې آلماني رسنۍ په ځواب کې ویلي چې د دغه افغان مهاجر د اقامه دعوا پر خبر سربیره «بامف» بیا هم دغه راز عمل کړی دی. نوموړي زیاته کړې چې «بامف» د نصیب الله س. اخراج پر ضد د نوموړي د اقامه دعوا په هکله د محکمې اطلاعیه د بهرنیو اتباعو له اړوندو چارواکو سره نه ده شریکه کړې.

د کورنیو چارو وزارت یادې رسني ته همدا راز ویلي چې که چیرې بامف د اداري محکمې د اړوندې اطلاعیې په هکله بیا ارزونه کړې وای، د دې امکان موجود وو چې د نصیب الله د اخراج مخه نیول شوی وای.

Afghanistan afghanischen Flüchtlinge aus Deutschland sind in Kabul eingetroffen
انځور: DW/H. Sirat

د نصیب الله س. مدافع وکیلې سونیا اشتیفان، ویلي چې نوموړې اوس د دې غوښتنه کړې چې اړوند چارواکي آلمان ته د نصیب الله د بیرته راتګ زمینه برابره کړي ترڅو د هغه محکمه پای ته ورسیږي.

په عین وخت کې د بایرن ایالت د سوسیال مسیحي له ګوند څخه د آلمان اوسنۍ د کورنیو چارو وزیر افغانستان ته د ډله ایز افغان مهاجرینو د اخراج  د موضوع له کبله له انتقادونو سره مخ دی. نوموړي تر دې وړاندې د دغو مهاجرینو د اجراجیدو پر ورځ خوښي ښوولې وه چې د هغه د ۶۹ کلیزې په مناسبت افغانستان ته ۶۹ مهاجرین اخراج شوي دي. د دغو اخراج شویو افغانانو له ډلې څخه یې یوه یې بیا په افغانستان کې ځان ووژه چې له کبله یې یو ځل بیا په آلمان کې د اخراج پر موضوع بحثونه توده شوي دي.