رپوټ: په افغانستان کې زیاتره کوچنیان په بیره کې ژوند کوي
۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبهد ماشومانو د مرستې د دغه سازمان په حواله افغان ماشومان له جنگ جگړو څخه اغیزمن سوي، له نښتو او بریدونو سره مخامخ سوي، د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي او یا هم د زورزیاتیو او نښتو شاهدان دي. د "سیف د چلدرن" سازمان د افغانستان په څلورو ولایتونو کې له څه ناڅه ۷۰۰ کوچنیانو او لویانو سره مرکې کړي او د سه شنبې په ورځ یې دا رپوټ خپور کړی دی.
هغو میندو او پلرونو چې مرکې ورسره سوي، ویلې چې د هغوی کوچنیان په تیره بیا د مکتب پر لار ډیره بیره لري. په رپوټ کې د والدینو له خولې لیکل سوي چې کوچنیان د دغه ډول حالت په زغملو سره، د خوب او بیری له اختلالاتو سره مخامخ دي، له حده زیات ژاړي او یا هم په کور کې ځانونه منزوي کوي. د هغو ۳۸ سلنه یې حتی خپلو ځانونو ته هم زیان رسوي او د نورو کوچنیانو په وړاندې هم له زورزیاتي څخه کار اخلي.
په آلمان کې د سیف د چلدرن سازمان مديرې سوزانه کروگر ویلی چې هغه څه چې زموږ د کوچنیانو له پاره عادي خبره ده، د مثال په ډول دباندی تفریح او یا هم ښونځي ته تلل، د افغانستان په ډیریو سیمو کې بیا دا کار د مرگ گواښ درلودای سي.
هغې زیاته کړې چې په همدې دلیل باید پناه غوښتونکي د داوطلبانه بیرته تگ په ډول برنامو له لاری افغانستان ته د تگ له پاره تشویق نه سي.
د ملگرو ملتونو د سازمان د رپوټ له مخې، له ۲۰۰۹ کال راهیسي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ارقامو ثبتیدل پیل سوي، ۲۰۱۸ م کال د افغان کوچنیانو له پاره تر ټولو خونړی کال وو. په دغه کال کې ۹۲۷ کوچنیان د جنگ جگړو او نښتو له امله وژل سوي او څه د پاسه ۲۱۰۰ تنه نور بیا زخمیان سوي. د دغه شمير د ډیروالي اصلي علت د هوایي او ځانمرگو بریدونو زیاتوالی په گوته سوی.
G.P/B.S/dpa