1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: له اوکراین څخه تر ۶ میلیونو ډیر وګړي مهاجر شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۱, شنبه

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د رپوټ پر بنسټ، د فبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د نظامي برید د پیلیدو راهیسې د دغه هیواد تر ۶،۴ میلیونو ډیر اتباع مهاجر شوي دي.

https://p.dw.com/p/4BfqM
Flüchtlingsaufnahmezentrum am Flughafen Tegel
انځور: Steffi Loos/AP/picture alliance

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ (UNHCR) د «ولټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې ډیری اوکراینیان ګاونډیو هیوادونو، د هغو له جملې څخه پولنډ ته ۳،۴ میلیونه، رومانیې ته ۹۴۲ زره تنه، روسیې ته ۸۸۸ زره تنه، او هنګري هیواد ته ۶۲۷ زره تنه مهاجر شوي دي.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ لیري پرتو هیوادونو ته د اوکراینیانو د مهاجرت په اړه دقیق ارقام نه دي ذکر کړي، البته د آلمان، چک جمهوریت او ایټالیا څخه یي د اوکرایني مهاجرو د عمده هرکلی کوونکو هیوادونو په توګه یادونه کړې ده. د دغو درو هیوادونو رسمي رپوټونه هم د یونیسف سازمان له رپوټونو سره ورته والی یا مطابقت لري.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د رپوټ پر بنسټ، دغه هیواد د بهرنیو چارو پورې په خپلو اړونده ادارو کې تر اوسه پورې له ۷۰۰ زرو ډیر اوکرایني مهاجر ثبت کړي دي. د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د ۳۴۸ زرو اوکرایني مهاجرو او د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت بیا د ۱۱۸ زرو اوکرایني مهاجرو د ثبتولو خبره کړې ده.

دغه شمیرې د تیرو ۱۸ میاشتو دي، خو دغه ارقام تقریبي دي د بیلګې په توګه په آلمان کې له یوې خوا یو شمیر اوکراینیان نه دي ثبت شوي یا ظاهراً یي له آلمان څخه خپل سفر ته د نورو هیوادونو پر لور ادامه ورکړې او یا هم له دغه هیواده بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي سازمان د رپوټ پر بنسټ په ورته وخت کې بیا ۱،۹ میلیونه اوکراینیان له نورو هیوادونو بیرته اوکراین ته ستانه شوي دي.

په دې مورد کې موضوع په الزامي ډول د دایمي بیرته ستنیدنې پر سر نه ده، بلکې په دې کې هغه اوکراینیان هم شامل دي چې یوازې د یوې لنډې مودې له پاره د بیلګې په توګه له خپل هیواد څخه د لیدنې په خاطر هلته ورغلي دي.

د پولنډ د سرحد ساتونکو ادارو د رپوټ په اساس د اوکراین د نظامي ځواکونو د بریالیتوبونو سربیره په اوسط ډول د ورځې ۲۰ زره تنه له اوکراین څخه دغه هیواد ته ورځي، خو سره له دې هم له اوکراین څخه د مهاجرتونو شمیر دغه هیواد ته د بیرته ستنیدونکو په پرتله لوړ دی.

په دې رپوټ کې زیاته شوې ده که چې د پنجشنبې په ورځ د ۲۷ زرو بیرته ستنیدونکو په مقایسه، یوازې ۲۲ زره اوکرایني اتباع د اوکراین له سرحد څخه په تیریدو پولنډ ته راغلي ول. یوه ورځ مخکې تر هغې بیا ۲۱۵۰۰ تنه اوکراینیان پولنډ ته اوښتې ول، په داسې حال کې چې ۲۸ زره نور اوکراینیان بیا بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي ول.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح