1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مودي په دوره کې له مذهبي اقليتونو سره زور زياتی ډېر شوی»

۱۳۹۸ تیر ۵, چهارشنبه

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د هند د لومړي وزير نريندر مودي د حکومت په دوره کې مذهبي تعصب ډېر شوی دی. خو هند ويلي دي چې يو بهرنی حکومت «هېڅ حق» نه لري چي په کورنيو چارو کې یې مداخله وکړي.

https://p.dw.com/p/3L6al
Indien - Hindu Nationalismus
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Armangue

د ټولنیزو رسنيو له لارې د ځورونې يوې وحشتناکې لس دقيقه یي ويډيو د هند مسلمانانو ته سخت ټکان ورکړی دی. په ويډيو کې ليدل کيږي چې يوه ډله نارينه په ختيځ جارکند ايالت کې د تبریذ انصاري په نوم يو ۲۲ کلن مسلمان چې په يوه خاده پورې تړل شوی دی، وهي. له دغه هلک څخه غوښتنه کيږي چې په لوړ غږ د «جی شري رام» جمله ووايي. دا د سخت دريځه هندوانو يوه ډېره مشهوره نعره ده. دغه مسلمان هلک په غلا تورن شوی وو.

انصاري د شنبې په ورځ په روغتون کې ومړ. په هماغه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مذهبي آزادۍ په اړه خپل دا رپوټ هم خپور کړ چې په هند کې د اقليت د وضعيت په اړه يو ډېر ناوړه انځور وړاندي کوي.

په رپوټ کې ويل شوي دي: «د مذهبي انگیزه لرونکو قتلونو، وهلو ټکولو، ناکراريو، تعصب، چور چپاول او د مذهبي عقايدو د عملي کولو د حق د محدودولو رپوټونه ورکړل شوي.»

په رپوټ کې زیاته شوې: «چارواکي زياتره وخت په دې توانيدلي نه دي چې هغه عاملين چې د غواگانو د ساتنې له پاره له تاوتريخوالي ډک بريدونه کوي، مجازات کړي. په دې کې قتلونه، ځورونه، زور زياتی او ويرونه شامله ده.

خو د هند د بهرنيو چارو وزارت دا رپوټ رد کړی دی او ويلي یې دي چې يو بهرنی حکومت هیڅ حق نه لري چې د هند د وگړو د حقونو په اړه چې په اساسي قانون کې تضمين شوي، څه ووايي.

د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند راويش کمار په يوه اعلاميه کې وويل: «هند پر خپلو سيکولرو باورونو او د خپلي سترې ديموکراسۍ په مقام ډېر وياړي او په دې چې زغم او را گډولو ته ژمنه يوه څو مذهبي او څو نژادي ټولنه ده.»

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له لومړي وزير نريندر مودي سره د خبرو اترو له پاره هند ته سفر کوي. خو د بشري حقونو موضوعات د خبرو په اجنډا کې شامل نه دي.

د زور زياتي نوي رپوټونه

ډیری هنديان داسې احساس لري چې د تيري مياشتې په عمومي ټاکنو کې د نريندر مودي د بهاريته جنتا گوند بري د هند سيکولرازم ته زيان رسولی دی او هغه ډلې یې تشويق کړي چې د مذهبي اقليت پر وړاندې په زور زیاتي کې ښکيلي دي.

Indiens Premierminister Narendra Modi
نريندر مودي په ټاکنو تر بريا وروسته د اقليتونو د ساتنې خپله ژمنه تکرار کړهانځور: Reuters/A. Abidi

په ځانگړي توگه مسلمانان د مذهبي دښمنۍ هدف گرځي. د هند مسلمانان د دغه هيواد د ټول نفوس ۱۴سلنه دي. خو سخت دريځه هندوانو، د هندوانو داليت ذات چې په ټيټه سترگه ورته کتل کيږي، او عيسويان هم په نخښه کړي دي. په مدهيا پرديش ايالت کې او نوي ډيلي کې د عيسويانو په کليساو کې د گډوډۍ څو پېښې رامنځته شوي دي.

په می مياشت کې د نريندر مودي د گوند له بري راهيسې د زور زياتي لږ تر لږه پنځه پېښې ثبت شوي دي. په څلورو مختلفو قضيو کې قربانيان د غوا د غوښې د پروسس کولو، او يا يوازې له دې وجې چې مسلمان دی، د تشدد هدف گرځيدلي دي.

په پنځمه قضيه کې په جارکند ايالت کې يو ښوونکی له دې کبله نيول شوی وو چې دوه کاله پخوا یې د فيسبوک له لارې په يوه ليکنه کې د دې پلوي کړې وه چې د «اديواسي» ټولنې غړي د غوا غوښه خوري.

مسلمانان انديښمن دي

د هند مسلمانانو په دې اړه انديښنه څرگنده کړې ده چې هغوی په سستماتيک ډول په نخښه کيږي. سيده حميد چې يوه ښوونکې ده او مخکې د پلان جوړوني کمېسيون غړې وه، دويچه ويله ته وويل چې هغه داسې احساس لري چې د هند مسلمانان په يوه ډېر سخت حالت کې دي.

نوموړې زياته کړه: «دمگړۍ د هند مسلمانان زموږ د تاريخ د تر ټولو آزمايښتي وخت څخه تيريږي.»

د امريکا پر رپوټ سربيره، په ممبی کي د سيکولرازم او ټولنیزو مطالعاتو مرکز او همدا راز په بريتانيا کې د اقليتونو د حقونو نړيواله ډله هم دې ته اشاره کوي چې د هند مذهبي لږکۍ په مخ پر زياتېدونکي توگه د کرکي د بريدونو ښکار کيږي چې په دې کې گواښونه، ځورونه، پر عبادت ځایونو بريدونه او په زور د مذهب تبديلۍ ته د اړ ايستلو پېښې شاملي دي.

خو مدني فعاله شبنم هاشمي وايي چې نريندر مودي د اقليتونو د ساتنې ژمنه کړې ده. نوموړې وویل چې مودي په انتخاباتو کې تر بري وروسته په خپله يوه وينا کې د اقليتونو د حقونو د ساتنې پر خپله ژمنيا ټينگار کړی دی.

مورالي کرشنان

زموږ له آرشيف څخه: