رپوټ: د جرمني حکومت د افغانستان له وضعیته تیاره تصویر ورکړئ
۱۳۹۶ اسفند ۱۵, سهشنبهد جرمني د لومړني ټلویزوني چینل (آې آر ډي) په حواله، په رپوټ کي راغلي دي چي د افغانستان وضعیت د «دولتي ادارو او امنیتي قواوو د لږ مؤثریت، د طالبانو او داعش مخ پر ډیریدونکو حملو، اختلاس، غربت او بیکارۍ، تیښتي او مهاجرتونو » له کبله خراب سوی دی. د جرمني کابینه سبا همدارنگه په افغانستان، سوریه او عراق کي د خپل ماموریت د تمدید په باب سلأ مشورې کوي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله د خارجه وزیر زیگمار گابریل او دفاع وزیري اورزولا فون دیر لاین په گډ لیک کي راغلي دي، چي پارلماني فراکسیونو ته هم وړاندي سوئ، حکومت غواړي په افغانستان کي د خپلو عسکرو تعداد ۱۳۰۰ تنو ته لوړ کړي.
په لیک کي ټینگار سوی دی، چي الماني ځواکونه به د کابل، بگرام او مزارشریف ترڅنگ په اینده کي په کندوز کي هم په دوامداره ډول سره د افغاني قواوو په روزلو او مشورو ورکولو کي برخه واخلي او ملاتړ به یې وکړي. الماني پوځ تر اوسه پوري په کندوز کي یوازي په خاصو، محدودو او انفرادي حالاتو کي مشورې ورکوي.
سربیره پردې په پام کي دي چي الماني عسکر په راتلونکي کي «په اضطراري او خطرناکو حالاتو» کي د الماني خارجي نمایندگیو مسؤلیت هم پر غاړه واخلي.
د (آې آر ډي) په حواله د جرمني په امنیتي ساحه (افغانستان په شمال کي) امنیتي وضعیت نور هم خراب سوی دی. په اوس وخت کي الماني ځواکونه کولای سي د عسکررو د رورني او ښوني په برخه کي د خپلو تعهداتو یوازي نیمايي پوره کړي، ځکه چي د فون دیر لاین په خبره د خپلو روزونکو د ساتني له پاره کافي کسان نه لري.
د «قاطع ملاتړ» په نوم د ناټو په چوکاټ کي د الماني قواوو ماموریت په ټوله افغانستان کي اعتبار لري او په پام کي دي، چي هغه د ۲۰۱۹م کال د مارچ تر۳۱ نیټې پوري تمدید سي. خو د جرمني پارلمان لومړی باید هغه تصویب کړي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم(29.07.2013)