رپوټ: افغانستان په نا امنۍ کې د سوریي ځای نیولی دی
۱۳۹۸ خرداد ۲۲, چهارشنبهد سولې نړیوال شاخص له مخې چې د چهارشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۲) په لندن کې خپور شو، د نړۍ وضعه د ۲۰۱۳م کال په پرتله سوله ییزه شوې ده.
په هغو څیړنو کې چې د سولې او اقتصاد نړیوال انستیتوت ترسره کړې دي، د جګړې، ترهګرۍ، د پولیسو په وسیله د زورزیاتي او د وسلو صادراتو په ارتباط د مشخصو معیارونو په پام کې نیولو سره د نړۍ تر ۱۶۰ د ډیرو هیوادونو وضعیت ارزول شوی دی.
د نوموړي انستیتوت بنسټ ایښودونکي ستیف کیلیلییا، په دې برخه کې په احتیاط سره خبرې کړي دي. نوموړی د سولې پر لور د نړۍ د ورتلو د احتمال خبره کوي. کیلیلییا ټینګار کړی دی چې ډیر مسايل کیدای شي په نړۍ کې له سولې او ثبات سره ارتباط ولري، په ځانګړي توګه په منځني ختیځ کې د وضعیت څرنګوالی او دا چې د ایران وروستي بدلونونه به پر کوم مسیر حرکت وکړي.
کیلیلییا له آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ټنګار کړی دی چې په دغو سیمو کې د کړکیچ شدت به په مجموع کې د سیمي پر وضعیت ډیرې ناوړه اغیزې ولري.
د یاد بنسټ د څیړنو پر اساس په دې وروستیو کلونو کې د اوکراین، سوریي او عراق په هیوادونو کې وضعه ښه شوې ده. په سوریي کې امنیتي وضعیت وروسته له څو کلونو جګړې څخه د لومړي ځل له پاره ښه شوې دی او دا هیواد نور د تر ټولو ټيټې درجې ثبات لرونکو هیوادونو په کتار کې نه راځي، بلکه د دې انستیتوت په نوي فهرست کې افغانستان د هغې ځای نیولی دی.
د دې څيړنې پر اساس د نیکاراګوا، ترکیي او یمن وضعه تر پخوا خرابه شوې ده. اروپا د تیر په څیر د نړۍ تر ټولو سوله ایزه سیمه بلل شوې ده. په تیرو کلونو کې د دې وچې په هیوادونو کې د ترهګریزو بریدونو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
سربیره پر دې د هغو مهاجرو په شمیر کې هم د پام وړ کموالی رامنځته شوی دی چې اروپایي هیوادونو ته یي پناه وړې ده.
د سولې او اقتصاد انستیتوت په ۲۰۱۸م کال کې په نړیواله کچه د تاوتریخوالي لګښتونه شاوخوا ۱۴،۱ میلیارده ډالر اټکل کړی دي.
sn/ms (dpa)