1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«کيدای شي په افغانستان کي ۱۶ ميليون کسان په کرونا اخته شي»

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، په یوه خبري غونډه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکلونو په استناد وویل چې ښايي د نړۍ له ۸۰ سلنه ډیر خلک په کرونا ویروس اخته شي چې له دې ډله به شاوخوا ۱۶ میلیونه یې افغانان وي.‌

https://p.dw.com/p/3Zxz2
Virentest bei afghanischen Rückkehrer aus dem Iran
انځور: DW/S. T. Shokran

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کې دی، ‌د افغانستان د عامې روغتیا وزیر هم په کرونا ویروس د میلیونونو افغانانو د احتمالي‌اخته کیدو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په کابل کې د یوې خبري‌غونډې په ترڅ کې د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکلونو په استناد وویل چې ښايي د نړۍ تر ۸۰ سلنه ډیر نفوس په کرونا ویروس اخته شي.

د عامې روغتیا وزیر دغو شمیرو ته په کتو سره زیاته کړه چې په دې توګه به په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر۱۶ میلیونو هم ډیر وي.

‌فیروز الدین فیروز خبرداری ورکړ چې که چیرته د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو موډل په افغانستان کې محاسبه کړو، ‌نو په دې هیواد کې به ۱۶ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شي چې له دې ډلې به په ۸ میلیونو کې د دغه ویروس علایم څرګند شي،‌ ۷۰۰ زره کسان به روغتون ته د تګ اړتیا ولري، ۲۰۰ زره کسان به جدي روغتیايي پاملرنې ته اړتیا ولري‌ او ۱۱۰ زره کسان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.‌

د عامې روغتیا وزیر زیاتوي چې دغه احتمالي شمیرې د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري اټکل شوي، خو ټینګار یې وکړ چې که خلک د حکومت لارښونو ته پاملرنه وکړي او احتیاطي تدابیر عملي‌کړي، ‌د دې شمیرو مخه نیول کیدلی شي.‌

په أفغانستان کې اوسمهال ۴۶ تنه په کرونا ویروس یا کوید ۱۹ ویروس اخته دي.‌ تر اوسه پورې د دې ناروغۍ په پایله کې یوازې د یوه کس د مړینی پخلی شوی دی او یو کس په روغتون کې تر درملنې وروسته بیرته کور ته روغ رمټ ستون شوی دی.‌

د أفغانستان د عامې روغتیا وزارت په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې له دې کبله چې په أفغانستان کې د کرونا ویروس زیاتره پیښې په هرات ولایت کې ثبت شوي دي،‌ په دې ولایت کې به د ورځې لخوا پر ګرځیدو بندیز وضع کړل شي.‌