1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

روغتيا وزارت: په افغانستان کې په لسونو کلينکونه تړل شوي

۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبه

د افغانستان د روغتيا وزارت ويلي دي چې په ۲۰۱۹م کال کې ۱۶۲ روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د روغتيا وزارت څو ورځي مخکي وويل چې ۹۰ سلنه افغانان روغتيايي خدماتو ته لاس رسی لري.

https://p.dw.com/p/3Wh7a
Afghanistan humanitäre Hilfe
انځور: picture-alliance/AP/R. Maqbool

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰ م کال د جنورۍ ۲۳ نيټه) ويلي دي چې د دې ۱۶۲ کلينکونو د تړل کيدو له امله څه نا څه يو ميليون انسانان اغیزمن شوي دي.

د وزارت له خوا زياته شوې ده چې ۵۲ روغتيایي مرکزونه وران شوي دي. نور بيا يا زيانمن شوي او يا هم د دوامدارې جگړې له وجې فعاليت درولو ته مجبور شوي دي.

يوازې په ننگرهار کې چې وسله وال طالبان او د داعش افراطي ډله پکې فعاله ده، لږ تر لږه ۳۰ روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي. د ننگرهار يوه حکومتي وياند په کابل کې پر مرکزي حکومت تور ولگاوه چې په دې تړاو یې هيڅ هم نه دي کړي.

د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله په ۲۰۱۸م کال کې په افغانستان کې کابو ۳۱۰۰ کلينکونه او نور روغتيايي مرکزونه فعال ول. خو د دې کرکزونو ډیر يې زاړه ول او په ځينو مرکزونو کې هیڅ مسلکي کسان موجود نه ول. په افغانستان کې هر څوک چې توان یې لري، د درملنې له پاره پاکستان، ايران او يا هم هند ته ځي.

په دې منځ کې د روغتيا وزارت پر چارواکو د فساد او واسطه بازۍ تورونه هم لگول شوي دي.

د افغانستان د تجارت او صنایع وزير اجمل احمدزي د تويتر له لارې تور لگولی دی چې د روغتيا وزارت د لوړو پوړو چارواکو يوه يې خپلي میرمني او نورو خپلوانو ته په همدې وزارت کې کارونه ورکړي دي.