1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسېه وايي لیسيچانسک ښار ېې نيولی، کيف ېې ردوي

۱۴۰۱ تیر ۱۲, یکشنبه

د روسېې دفاع وزير سرګي شويګو د يکشنبې په ورځ وويل چې روسي ځواکونو د اوکراين په ختيځ کې پروت د لیسيچانسک ښار نيولی دی. د دغه ښار نيول روسېې ته مهم دی، کيف دغه ادعا رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/4DaDh
Russia Ukraine War
د اوکراين په ختيځ کې د لیسيچانسک ښار يو څنډهانځور: Luhansk region military administration/AP/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د انترفاکس په حواله ليکي چې شويګو د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتين ته وويل چې لیسيچانسک ښار سقوط کړی، هغه ښار چې سقوط ېې پر لوهانسک سيمه د مسکو بشپړ کنټرول تضمينوي.

خو د اوکراین د دفاع وزارت ویاند یوري ساک بي بي سي ته ويلي دي چې روسي ځواکونه د ليسیچانسک پر ښار «بشپړ کنټرول» نه لري.

ساک په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په دغه ښار کې وضعیت له يوې مودې راهیسې ډیر سخت دی او په سیمه کې روسي ځواکونه له «ځنډ پرته» حملې کوي.

د اوکراین په ختيځ کې دونباس سيمې نيول او ورباندې بشپړ کنټرول، د مسکو له پاره اوکراین باندې پوځي يرغل کې يو له مهمو اهدافو څخه دی. دونباس د لوهانسک او دونيتسک سيمې په بر کې نيسي.

ساک وويل چې اوکرايني ځواکونه په موقتي توګه د ملکيانو د تلفاتو د مخنيوي په خاطر له ياد ښار څخه شاتګ کړی، خو وروسته به له سره حملې پیل کړي.

د اوکراین د دفاع وزارت ویاند ټينګار وکړ چې د دونباس سیمه به په هر صورت کې په بشپړه توګه له لاسه ورنه کړي آن که روسي ځواکونه ټول لوهانسک هم ونیسي. هغه دا هم وویل چې په دونيتسک کې یو بل لوی ښارګوټي د کيف په کنټرول کې پاتې دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.