روسیې پر یمن د هوایې بمبارۍ د بندولو غوښتنه کړې
۱۳۹۴ فروردین ۱۶, یکشنبهیو سعودي بريد جنرال احمد اسیري، وویل چې د بشري عملیاتو ترسره کول د رامنځته شوي ائتلاف د کار یوه برخه ده. نوموړي زیاته کړې ده چې مرسته شوې توکې باید غلطو لاسونو ته ونه لویږي، د بیلگي په توگه د حوثي یاغیانو لاسونو ته.
اسیري په دې توگه د سره صلیب نړیوال مرستندویه سازمان د هغې غوښتنې په مقابل کې غبرگون ښکاره کړ چې له ښکیلو خواو څخه یې د ۲۴ ساعته بشري اوربند غوښتنه کړې وه، څو ملکي خلکو ته روغتیایي مرستې ورسول شي.
یاد سازمان غوښتنه کړې چې د اوبو، هوا او ځمکې ټولې لارې باید بې له ځنډه خلاصې کړای شي. له یوې اونۍ څخه ډیره موده وشوه چې ډیر شمیر خلک د هوایي بمبارۍ له امله په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او له بهرنۍ نړۍ سره هیڅ ډول اړیکه نه لري. د روغتیایې خدماتو د نه رسیدو له امله ټپیان خپل ژوند له لاسه ورکوي او په سیمه کې بشري ناورین رامنځته شوی دی.
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا وخت ته ضرروت لري
روسیې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اپريل ۵مه) د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندي کړه. روسيه غواړي چي په دغه مسوده په یمن کې یو اوربند ته لاره هواره کړي. د دغې اعلامیې یا مسودې مقصد له عربي هیوادونو څخه مصئونو ځایونو ته د خارجي اتباعو د انتقال زمینې مساعدول او همدارنگه اړینو انسانانو ته د مرسته رسولو بهیر ته لاره هوارول دي. روسیه په تیرو ورځو کې له يمن څخه کوم چې په کورنۍ جگړه کې ښکیل دی د خپلو اتباعو د ويستلو له امله د ستونزو سره مخامخ شوې ده.
د ملگرو ملتونو سازمان په دغه عالي اداره کې د اُردن سفیرې دینا کاوار، چې په روانه میاشت کې د امنیت د شورا مشري هم پر غاړه لري وویل « د شورا غړي د روسیې د وړاندير په هکله د غور کولو له پاره وخت ته ضرورت لري. مخکې تر دې د دغې شورا د ۵ دایمي غړو استازو د روسیې په دغه وړاندیز د دونیمو ساعتونو له پاره سلا مشورې وکړې. میرمن کاوار وایې چې مونږ هیله لرو تر دوشنبې ورځې پورې به یوې نتیجې ته ورسیږو.
همدارنگه ملگرو ملتونو د ملکې خلکو پر مخ پر ډیریدونکي تلفاتو اندیښنه ښودلې ده. د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د عاجلو مرستو تنظیمونکی والیري اموس ویلي وو چې د دوو اونیو په ترڅ کې په یمن کې ۵۱۹ تنه وژل شوي او ۱۷۰۰ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. زياته سوې چي چې دغه اکثره کسان د سعودي عربستان او مصر په مشرۍ د ترسره شوو هوایې بمباریو قربانیان دي. په ملگرو ملتونو کې د لویې بریتانیې استازي پیټر ویلسن ویلي دي چې هیواد یې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف له خوا پر یاغیانو د هوایې بمبارۍ ملاتړ ته ادامه ورکوي.