1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له قزاقستانه روسي ځواکونه بیرته وتلي دي

۱۴۰۰ دی ۲۵, شنبه

د روسیې دفاع وزارت وايي چې په قزاقستان کې تر خونړیو تظاهراتو وروسته دغه هیواد ته لیږل شوي روسي ځواکونه بیرته خپل هیواد یعنې روسیې ته ګرځیدلي دي.

https://p.dw.com/p/45Zef
Kasachstan | Abzug russischer Truppen
انځور: Gavriil Grigorov/TASS/picture alliance

دغه ځواکونه د ټولیز امنیتي تړون په چوکاټ کې چې د پخواني شوروي اتحاد د پخوانیو شپږو هیوادونو څخه جوړ دی، قزاقستان ته استول شوي وو.

یاد پوځي تړون د جنوري میاشتې پر ۵مه نیټه د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف تر غوښتنې وروسته دغه هیواد ته له ۲۰۰۰ ډیر پوځیان د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې استولي وو. په قزاقستان کې د روانې جنورۍ میاشتې پر ۲مه نیټه په دغه هیواد کې د سون توکو د بیو د لوړیدو پر ضد احتجاجونه وشول چې په چټکۍ سره د دغه هیواد نورو سیمو ته هم ورسیدل او په تاوتریخوالي بدل شول.

په قزاقستان کې قهرجنو لاریون کوونکو پر دولتي ودانیو بریدونه وکړل او ګڼ شمیر ودانیو ته یې اور ورکړ. د چارواکو په خبره، په دغو احتجاجونو کې په لسهاوو کسان وژل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت همدا راز ویلي چې د دوی ټولې هغه پوځي الوتکې چې قزاقستان ته یې پوځیان انتقال کړي وو، بیرته را ګرځیدلي دي.

تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې د ټولیز امنیتي ټړون د نورو غړو هیوادونو پوځیان لا هم په قزاقستان کې میشت او پاتې دي او که هغوی هم له دې هیواده وتلي دي.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.