روسیه غواړي ۲۳ بریتانوي دپلوماتان اخراج کړي
۱۳۹۶ اسفند ۲۶, شنبهد روسیې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۱۷مه نېټه) ویلي د بریتانیا د هغه اقدام په ځواب کې چې له خپل هیواد څخه یې د روسیې ۲۳ دپلوماتان اخراج کړي، دوی هم د بریتانیا ۲۳ دپلوماتان له خپلې خاورې اخراجوي. د دپلوماتانو د اخراج د مسئلې ترشا د بریتانیا په خاوره کې پر یوه جاسوس باندې د زهرجنو ګازو برید دی.
مسکو همدا راز ویلي چې دوی به په روسیه کې د بریتانیا سفارت هم وتړي او د دې حق لري چې که چیرته د لندن لخوا نور د دښمنۍ ډک اقدامات وشي، دوی به د بریتانیا پر وړاندې لا نور اقدامات هم عملي کړي.
په دې هکله مهم معلومات چې باید ورباندې وپوهیږو:
- د روسیې ۶۹ کلن جاسوس سیرګي سکریپال او د هغه ۳۳ کلنه لور یولیا د روانې مارچ میاشتې په څلورمه نیټه د انګستان په جنوب کې د سالیسبري په ښار کې پر یوه چوکۍ بې هوښه وموندل شول.
- پلټونکو وروسته وموندله چې د دوی د بې هوښۍ دلیل یو ډول زهرجن ګاز دی چې په لومړي ځل د پخواني شوروي اتحاد په لابراتوارونو کې جوړ شوی.
- د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریسا مې پر روسیې باندې تور پورې کړ چې په دې برید کې لاس لري او پریکړه یې وکړه چې د روسیې ۲۳ دپلوماتان له بریتانیا اخراج کړي.
- د شنبې په ورځ په روسیه کې د بریتانیا سفیر لاوري بریستو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړل شو او د روسیې د متقابل اقدام په هکله ورته معلومات ورکړل شول.
- سیرګي او یولیا سکریپل تراوسه هم په ناوړه وضعیت کې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، د دوی سربیره د پولیسو یو مامور هم په روغتون کې دی. د پولیسو نوموړي مامور تر پیښې وروسته بې هوښه دغو دواړو کسانو ته مرسته کوله چې بیا خپله هم مسموم شوی.
روسیې څه ویلي؟
- په مسکو کې د بریتانیا له سفیر بریستو سره تر ناستې وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بریتانیې ۲۳ دپلوماتان باید په یوه اونۍ کې د روسیې خاوره ترک کړي.
- د اعلاميې په حواله دغه اقدام د «بریتانیا د پاروونکي عمل» او د برید په تړاو د «بې اساسه تورونو» په ځواب کې اخیستل شوی.
- په سانکت پیترزبورګ کې د بریتانیا د قنسلګرۍ اجازه هم بیرته اخیستل شوې.
- که چیرته د روسیې پر وړاندې نور غیر دوستانه کارونه ترسره شي، روسیه د نورو اقداماتو پرمټ د ځواب حق لري.
کوم هیواد څومره وسلې لري، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: