«روسیه دې د خانګو شویلي د قتل په تحقیقاتو کې همکاري وکړي»
۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبهآلماني چارواکي شک لري چې د روسيې استخبارات به د خانګو شویلی په قتل کې لاس ولري. تر دې پېښې وروسته د مسکو او برلين اړیکې خړې شوې دي.
۴۰ کلن سلیم خان خانګو شویلي، د روسیي تر تاثیر لاندې سیمه چیچنیا کې د یاغیانو پخوانی قوماندان وو او د ګرجستان تابعیت یې درلود. نوموړی د اګست میاشتې په ۲۳ نیټه د برلين په یوه پارک کې د یوه تن له خوا، چې پر بایسیکل سپور وو په ډزو ووژل شو.
د آلمان د دفاع وزیرې انېګریت کرامپ کارنباور وویل چې د دې قتل د تحقیقاتو په برخه کې باید روسیه لا زیات اقدامات او همکاري وکړي. نوموړې د «بلډ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د پلټنو په جریان کې ترلاسه شوي شواهد د روسیي د مشکوکو فعالیتونو پر لور اشاره کوي.
تیر کال په بریتانیا کې د روسیي پخوانی ډبل ایجنټ یا دوه طرفه مخبر د زهرو په وسیله وژل شوی وو.
ټاکل شوی ده چې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل به د دوشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې په ۹ نیټه) د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د اوکراین په مسئله کې د جوړیدونکې غونډې په ترڅ کې د روسیي له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني. تمه کیږي چې میرکل به په دې لیدنه کتنه کې د یادې موضوع په اړه د روسیي پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړي.
(AFP, dpa) sn.ns