1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه او ترکیه د کردي جنگیالیو د وتلو پر سر هوکړې ته رسیدلي

۱۳۹۸ آبان ۱, چهارشنبه

په سوچي ښار کې د ولاديمیر پوتن او رجب طیب اردوغان تر ملاقات وروسته روسیې او ترکیې هوکړه کړې چې د دوی سرتیري به ګډې ګزمې هم کوي. دواړو لورو کردي جنګیالیو ته ۱۵۰ ساعته وخت ورکړی څو د ترکیې او سوریې د پولو له سیمې ووځي.

https://p.dw.com/p/3RlxZ
Russland Treffen Recep Tayyip Erdogan und Wladimir Putin in Sotschi
انځور: Reuters/S. Chirikov

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه روسي سیال ولاديمیر پوتین پرون د سه شنبې په ورځ په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې دواړو مشرانو هوکړه کړې ده چې کردي جنګیالیو ته به د سوریې او ترکیې له سیمو څخه د وتلو له پاره ۱۵۰ ساعتونه وخت ورکړل شي.

د هوکړې پر اساس، کردي جنګیالي اړ دي چې له پولې څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره ليري ځای پر ځای شي.

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو په کوربتوب اوسمهال د سوریې په شمالي برخو کې یو پنځه ورځنی اوربند ټینګ دی چې له کبله یې کردي جنګیالیو ته د دې فرصت ورکړل شوی څو د سوریې او ترکیې د پولې په اوږدو کې سیمې ترک کړي.

بل لوري ته پرون د سې شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې، کردي جنګیالیو بیا د تړون په برخه کې خپل مسئولیت عملي کړی دی. خو دوی تر اوسه پورې د ترکیې او روسیې ترمنځ د شوي تړون د عملي کولو په برخه کې چې په پایله کې یې دوی اړ دي لا ډیر پر شا تګ وکړي، په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره په ګډه خبري غونډه کې رجب طیب اردوغان همدا راز وویل چې په دې توګه به د ترکیې پوځ ته د دې اجازه هم ورکړل شي څو د کردي جنګیالیو سنګرونه او کمپونه ویجاړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د ترکیې دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دوی ته د امریکا متحده ایالاتو له لوري خبر ورکړل شوی دی چې د ترکیې او سوریې ترمنځ د ګډې پولې له سیمو څخه د کردي جنګیالو د وتلو بهیر بشپړ شوی دی.

Karte Syrien EN

د ترکیې د دفاع وزارت د امریکا په حواله همدا راز زیاته کړې ده چې دوی [ترکیې] ته ویل شوي چې د نویو پوځي عملیاتو پیل کولو ته اوس اړتیا نه لیدل کیږي. د ترکیې د دفاع وزیر په دې هکله وویل: «په اوسنۍ مرحله کې، د نویو عملیاتو د پیل کولو له پاره اړتیا نه شته.»

په دغه ګډه خبري ناسته کې د ترکیې او روسیي مشرانو همدا راز اعلان وکړ چې تر دې وروسته به د ترکیې او سوریې د پولو په اوږدو کې ترکي او روسي پوځیان ګډې ګزمې هم کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دغه توافق ستاینه کړې او وايي چې دغه توافق به په سیمه کې د وینې بهیدو مخه ونیسي. لاوروف زیاته کړه چې اردوغان «په سوریه کې د ځمکنۍ بشړتیا ارزښت» ورسره منلی دی.

بل لوري ته مسکو وايي چې ولسمشر پوتین د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته د توافق په هکله خبر ورکړی او دا چې دواړه لوري تائیدوي چې د سوریې رژیم د توافق ملاتړ کوي.

دوې اونۍ مخکې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په یوه بې ساري اقدام سره د سوریې له کردي سیمو څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو اعلان وکړ او په دې توګه یې د داعش یا اسلامي دولت پر وړاندې د جګړې په برخه کې خپل یو مهم متحد په یوازې سر پریښود.

د امریکا دغه پریکړه د دې سبب وګرځیده چې ترکیه خپلې پخوانۍ هیلې ته ورسیږي او د کردانو پر ضد په دغو سیمو کې پوځی عملیات پیل کړي.

د سه شنبې په ورځ ملګرو ملتونو بیا خبر ورکړی چې د سوریې په کرد میشته سیمو کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په پایله کې تر اوسه پورې شاوخوا ۱۷۶ زره وګړي بې ځایه شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: