روسيه د مادورو له دولت څخه خپل ملاتړ زياتوي
۱۳۹۷ اسفند ۱۱, شنبهد روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په مسکو کې د ونزوئلا د ولسمشر نيکولاس مادورو له مرستيالې سره لیدلي دي. لاوروف د دغې ليدنې پر مهال ونزوئلا سره د مسکو له مرستو خبر ورکړ چې په پام کې ده دغه هيواد ته واستولې شي. لاوروف وويل چې روسيه غواړي ونزوئلا د خپلو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو د حل په برخه کې يوازې پرې نږدي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير وويل چې مسکو د کاراکاس په غوښتنه ۷/۵ ټنه درمل ونزوئلا ته استولي او اوس د نورو ضروري درملو يو نوی لست هم د څيړنې په حال کې دی. لاوروف زياته کړه چې د بشري مرستو په دوهم ګام کې خوراکي مواد په سر کې ځای لري. روسيې په جنورۍ مياشت کې له ۳۰ زره ټنه څخه ډير غنم ونزوئلا ته واستول.
د ښو مناسباتو په رامنځ ته کولو ټينګار
لاوروف د نیکولاس مادورو له مرستيالې سره د ليدنې پر مهال د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي مناسباتو پر تحکيم ټينګار وکړ. هغه وويل دغه مناسبات بايد غښتلي شي. ميرمن روديګز وويل چې د ونزوئلا د تيلو دولتي شرکت چې مرکز يې د پرتګال په ليزبون کې دی، د تحریمونو له وجې مسکو ته ليږدول کيږي: «ونزوئلا خپل مناسبات له سره تنظيموي، ځکه اروپا خپل د پانګونې قوانين هم نقض کړي او تر دې زيات نشي کولای زموږ د مالونو د امنيت ضامنه واوسئ.»
روسيې او چين د تيرې پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ ۲۸مه) په ګډه د ونزوئلا پر وړاندې د امريکا د متحده ايالتونو پيشنهادي پريکړه ليک ويتو کړه. متحده ايالتونو په دغې پريکړه ليک کې ونزوئلا ته د بشردوستانه مرستو د ليږد او په دغه هيواد کې د آزادو انتخاباتو د ترسره کولو غوښتونکې شوې وه. خو د ونزوئلا دولت بيا پر امريکا تور لګوي چې د مرستو په پلمه، په دغه هيواد کې د پوځي مداخلې هدف لري. مادورو وايي چې د ونزوئلا د تيلو صنعت د امريکا د تحريمونو له امله ۳۰ ميليارډه ډالر زيان ليدلی او اوس واشنګتن غواړي دغه هيواد ته خيرات ورکړي.
د روسي د بهرنيو چارو وزير هم د مادورو له مرستيالې سره د ليدو پر مهال د خواشينۍ اظهار وکړ او وې ويل چې امريکا له خپلو مرستو څخه د عامه افکارو تر اغيز لاندې راوستلو او د ونزوئلا دولت د مخالفانو او پلويانو په منځ کې د ډلو د جوړولو په موخه ګټه پورته کړي.
د پوځې مداخلې پر وړاندې دريدل
لاوروف حتی په ونزوئلا کې د امريکا د متحده ايالتونو له پوځي مداخلې څخه خبرداری ورکړ او وې ويل چې روسيه په قاطعيت سره دا ډول يوې هڅې مخه نيسي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا د ونزوئلا پر شپږو لوړپوړو پوځي چارواکو نوي تحريمونه لګولي دي. امريکا د دغه اقدام دليل، د دغو افرادو له خوا ونزوئلا ته د کمکي موادو د داخليدو مخنيوی ښودلی دی. په دغه شپږو کسانو کې د ملي ګارد قومندان، د ولسمشرۍ رياست د ګارد قومندان، د بوليوار او تاچيرا ايالتونو پوځي قومندانان شامل دي. دغه دوه ايالتونه د برازيل او کولمبيا سره ګډې پولې لري. د دغو چارواکو ټولې مالي شتمنۍ په امريکا کې تړل شوي دي.
امريکا متحده ايالت لمړنی هیواد وو چې په جنورۍ مياشتې کې يې د وينزوئلا د پارلمان او د اپوزيسيون مشر خوان ګوايدو يې د ولسمشر په توګه په رسميت وپيژانده او په بشپړ ځواک سره ورڅخه ملاتړ وکړ.