روسيې دوه آلماني ديپلوماتان ويستلي دي
۱۳۹۸ آذر ۲۱, پنجشنبه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه دوه ديپلوماتان بايد د اوه ورځو په موده کې له روسیې څخه ووځي. روسیې په دې توگه له آلمانه د روسي ديپلوماتانو پر شړلو غبرگون ښوولی دی.
تیره اوونۍ د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د روسیې د سفارت دوه تنه کارکوونکي اخراج کړی ول. آلمان پر روسیې تور لگوي چې د قتل د تحقيقاتو په ترڅ کې یې له دغه هېواد سره بشپړه همکاري نه ده کړې.
د آلمان دولت د خپل هيواد د دوو ديپلوماتانو د ايستلو پر وړاندې په لومړي غبرګون کي پر روسیه انتقاد کړې دې. په برلين کې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت يوه ویاند وويل: «دغه پريکړه يو ناسم پيغام ليږدوي او د توجیې وړ نه دی.» په برلين کی د يو ګرجستانې وژنې د آلمان او روسيې اړيکې اغیزمنې کړې دي.
د څارنوال د وینا له مخې داسې شواهد شتون لري چې دغه قتل د روسيې فدراسيون د دولتي بنسټونو په امر او يا د چيچنيا خود مختاره جمهوریت له خوا تر سره شوې دې. روسیه د دغه قتل سره د تړاو په هکله هر ډول تور ردوي.
شکمنه چپتيا
د ۲۰۱۹ م کال د اګست په مياشت کې ۴۰ کلن سليم خان ګوشويلي چې ويل کيږی د چيچنیا په جمهوریت کې د جدايي غوښتونکو په ليکو کې جنګيده، د برلين په يوه پارک کې د شا له خوا پر سر او ملا کې په مرميو تر ويشتل کیدو وروسته مړ شو.
تورن کس بندي دې او همدا اوس هم په تعليقي بند کې دې. خو هغه تر اوسه د دغه لګيدلې تور په وړاندې چوپ پاتې دې. د لويې څارنوالۍ د تحقيقاتو له مخې په قتل تورن، په برلين کې د دغه قتل د تر سره کولو له پاره ملګري لرل. د هغه څیړنو له مخې چې د چهارشنبې په ورځ د لوېې څارنوالۍ اړوندو مسولينو له خوا خپرې شوي، په قتل تورن له دغې پيښې څخه یوه ورځ تر مخه آلمان ته راغلې دې. هغه په يوازې سر په دومره لنډ وخت کې نه شو کولې چې د قرباني شوي کس له ورځنيو پروګرامونو څخه خبر شي، وسله پيدا کړې او د قتل پلان جوړ کړي.
د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتین وژل شوې کس يو«غل او قاتل» بللی خو له بلې خوا د سليم خان خان ګوشويلي نوم د شکمنو ترهگرو په هغه نوملړ کې هم شامل دی کوم چې د روسيې امنیتې دستګاو ډيره موده مخکې آلمان ته سپارلی وو.