1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې د «واستوک ۲۰۱۸» په نوم پوځي مانورونه پېل کړل

۱۳۹۷ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

تر سړې جګړې وروسته د روسیې ستر پوځي مانورونه په ليري ختیځ کې تر سره کیږي. د چین پوځ هم په دغو مانورونو کې برخه اخلي، خو پوښتنه دا ده چې مسکو د څه ډول جګړې له پاره تمرینونه کوي؟

https://p.dw.com/p/34faZ
2018 Internationale Armeespiele
انځور: Reuters/M. Shemetov

د واستوک ۲۰۱۸، په نوم پوځي مانورونو کې چې د سپتمبر له ۱۱ څخه تر ۱۷مې نیټې پوري دوام کوي د روسیې د پوځ پر څو فرقو سربیره پکښې سمندري واحدونه هم برخه لري. د پخواني شوروي اتحاد تر ختمیدو وروسته دا د روسیې تر ټولو ستر پوځي مانورونه دي.

د روسیې د دفاع وزرات د معلوماتو له مخې په دغو مانورونو کې به شا او خوا ۳۰۰ زره عکسر، ۱۰۰۰ الوتکې، ۳۶۰۰۰ جنګي موټر او همداشان ۸۰ بیړۍ ګډون ولري. دغه مانورونه به د جاپان سمندرګي په گډون د تطبیقاتو په پنځو ساحو کې تر سره شي چې پکښې د برینګ او اختسک سمندرونه شامل دي.

د آلماني څارونکي له پاره دغه مانورونه د حیرانتیا وړ نه دي. په برلین کې د بهرنیو اړیکو له اروپایي شورا (ECFR) څخه ګوستاف ګریسل، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د روسیې د خپلو معلوماتو له مخې پوځ یې هرکال په مهمو مسیرونو کې لویدیځ او ختیځ لور ته مانورونه تر سره کوي. دغه کارپوه زیاتوي: «اوس د واستوک نوبت دی. دا د عادي مانورونو د پلان برخه ده.»

په ختیځ کې کوم محدودیت نه شته

د بهرني سیاست له پاره د آلماني ټولنې څخه روسۍ کارپوهه سارا پګونګ وایي چې د دغو مانورونو مقیاس د حیرانتیا وړ نه دی. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «په ختیځ کې پوځي تمرینونه تل د لویدیځ په پرتله ستر دي، ځکه چې د ویانا سند، په لویدیځ کې د پوځونو شمیر محدودوي، چې دا بيا د ختیځ په هکله صدق نه کوي.»

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د غړو ترمنځ د مرسومو وسله والو ځواکونو په هکله د ویانا سند توافق په ۱۹۹۰م کال کې تصویب شوی وو او وروستی ځل په ۲۰۱۱م کال کې ورته بیا کتنه وشوه. د دې هدف د غړو هیوادونو تر منځ د پوځي وړتیاوو په هکله د غړو هیوادونو تر منځ د اعتماد او امنیتي روزنې یقیني کول او په لویدیځه روسیه کې د روسي عسکرو شمیر محدودول دي.

پګونګ په دې آند ده چې په ختیځ کې د سږنیو پوځي مانورونو لویوالی ښایي د عملیاتو له اهدافو سره هم سروکار ولري: «دې ته په کتو سره چې کوم او څومره ځواکونو په دغو مانورونو کې ښکیل دي، دا روښانوي چې روسیه د جګړې له پاره تمرینونه کوي.» نوموړې کارپوهه زیاتوي چې د روسیې لویدیځ اړخ ځواکونه هم بسیج کړل شوي دي.

د چین ځواکونه هم په مانورونو کې ګډون لري

د کارپوهانو په وینا په دغو مانورونو کې په زړه پورې خبره د چین د عسکرو ګډون دی. د روسیې د عسکرو د شمیر په پرتله د چین عسکر ډیر لږ دی یوازې ۳۰۰۰ چینایي عسکر له الوتکو سره په دغو مانورونو کې برخه اخلي. چین او روسیې له ۲۰۰۳م کال راهیسې تر اوسه درې وارې پوځي تمرینونه کړي دي، خو دا لومړی ځل دی چې چین په ستراتیژیکه سطحه په دغو مانورونو کې ګډون کوي. دغه امتیاز تر اوسه یوازې د روسیې نزدې متحدینو لکه سپینې روسیې درلود، چې د ۲۰۱۷ په زاپد نومي مانورونو کې یې ګډون درلوده.

ګوستاف ګریسل، په دې آند دی چې په اوسنيو مانورونو کې ځانګړې خبره دا ده چې چین د مستقیم ګاونډي په توګه یوازې د پولیسو او ترهګرۍ ضد مانورونو ته بلنه نه ده تر لاسه کړې، بلکې په لوړه کچه پوځي مانورونو ته هم وربلل شوي دي. د نوموړي کارپوه په وینا چین له ډیرې مودې راهيسي دې ته سترګې پر لار وو.

ګوستاف ګریسل زیاتوي چې چین ښایي زیات عصري تجهیزات ولري خو د افسرانو د روزنې، د ځواکونو د حرکت، ځای پر ځای کول او قوماندې په برخه کې تر روسیې ډیر شاته دی.

د ګریسل په وینا چین دې ته هم سترګې پر لار دی چې په سوریه او اوکراین کې د روسیې له جنګي تجربو څخه ګټه پورته کړي.

د امریکا متحدو ایالاتو له پاره ډارونکی خوب؟

د ګریسل په خبره د روسیې او چین تر منځ نزدې پوځې اړیکې د متحدو ایالاتو له پاره یو «ډارونکی خوب» دی. د دغو دوو سترو قدرتونو تر منځ اقتصادي اړیکي او اوس پوځي همکارۍ له یوې مودې راهیسې مخ پر زیاتیدو دي. نوموړی کارپوه زیاتوي چې د روسیې مشرتابه له پاره امنیت په لومړي سر کې د رژیم د امنیت په معنی دی. د هغه په خبره د امریکا په مشرۍ لویدیځ ته کریملین د اصلي دښمن په سترګه ګوري. ګریسل زیاتوي که څه هم چین ښایي ستر پوځي خطر وي، خو په عین ډول د روسیې داخلي ثبات ته کوم خطر نه دی: «نو له دې کبله چین کوم ستراتیژیک چلینج ورکوونکی نه دی. دا تل لویدیځ دی.»

خو سار پګونګ بیا وایي چې په لیرې ختیځ کې د روسیې پوځي مانورونه د متحدو ایالاتو له پاره کوم ډارونکی خوب نه دی. د هغې په خبره دا امريکا ته په واضح ډول د خپل پوځي قدرت ښکاره کول دي: «خو دغه ډول مانورونه د نسبتا سترو قدرتونو له پاره عادي خبره ده.»

ميخايل بوشويو

زموږ له آرشیف څخه: