1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې د سوريې په ادلب کي يوجانبه اوربند اعلان کړ

۱۳۹۸ شهریور ۹, شنبه

د سوريې په جنګ ځپلي ولايت ادلب کي د شنبې له سهار څخه بيا اوربند پېل سوی دی. خو دغه له يو جانبه اعلان سوی دی. په دغه سيمه کي بشري وضعه لا د اندېښنې وړ ده.

https://p.dw.com/p/3On66
Syrien Idlib
انځور: Getty Images/O. Haj Kadour

د شنبې په سهار (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۳۱مه) د سوريې په ځايي وخت سهار شپږ بجې په ادلب کي يو جانبه اوربند پېل سو. دغه اوربند د سوريې حکومتي او ټلوالو روسي ځواکونو يې اعلان کړی دی. تر دمګړي پوري داسي راپورونه نه دي رسېدلي چي ګواګي له دغه اوربند څخه دي سرغړونې سوي وي.

د روسي پوځ له خوا په خپره سوې يوه اعلاميه کي ويلي چي »د ادلب په هغه ساحه کی چي پکښي د تاوتريخوالي د کمولو کوښښ کيږي، د سوريې حکومتي ځواکونو يو جانبه اوربند اعلان کړی دی.«

ادلب د سوريې په شمال ختيځ کي واقع ولايت دی چي ورته د ياغيانو د وروستي مورچل په سترګه کتل کيږي. دغو ياغي ډلو لا تر اوسه د اوربند اعلان نه دی کړی. ياغيان اټکل کوي چي ښايي د دغه اوربند مقصد دې ته لاره هوارول وي چي د سوريې ځواکونه د محاذ مخکنۍ ليکه لا پياوړې کړي.

ګڼ شمېر ملکيان په تېښته کي

د ولسمشر بشارلاسد ځواکونو د څو اونيو راهيسي د ادلب د بېرته نيولو له پاره تعرضونه کوي. د اګست مياشتي په سر کي اعلان سوي اوربند صرف څو ورځي دوام کړی ؤ. په هوايي بمباري کي زيات شمېر د اوسېدنې سيمي او روغتونونه هم زیانمن سوي ول او ګڼ شمېر ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. دا په داسي حال کي چي تر مخه د هيواد له نورو سيمو څخه خلک دغه ايالت ته رامهاجر سوي ول ولي چي فکر يې کاوه دغه ايالت به خوندي پاته سي.

په ادلب کي تازه پېل سوي تاوتريخوالو په لسهاؤ زره انسانان دې ته اړ ايستلي دي چي له دغه سيمي څخه مهاجر سي. دغه بېځايه سوو انسانانو ته تقريبا هيڅ ډول مرستي نه رسيږي او مرستندويان د ډېر خراب بشري وضعيت څخه خبره کوي.

د ګاونډي هيواد ترکې سرحد ته نژدې يو شمېر سوريايانو احتجاجونه وکړل. هغوی غوښتنه درلوده چي ترکيه دي نوي مهاجر سوو سوريايانو ته پناه ورکړي. خو ترکي امنيتي ځواکونو د احتجاج کوونکو پر ضد اوښکي بهېوونکی ګاز استعمال کړ.

د اتو کالو راهيسي په روانه د سوريې کورنۍ جګړه کي ادلب د ياغيانو وروستی مورچل بلل کيږي. دغه لويه سيمه تر زياتي اندازې د القايدې سره نژدې ډلې تحرير الشام تر کنترول لاندي ده. د سوريې حکومتي ځواکونه او روسي پوځ په خپله وينا د ترهګرو پر ضد مبارزه کوي.

روسيه د ۲۰۱۵ کال راهيسي د بشارلاسد د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي او له هغه راهيسي يې د سوريې زياتي سيمي بېرته له ياغيانو نيولي دي. په ۲۰۱۱ کال د جګړې د پېلېدنې راهيسي د سوريې په کورنۍ جګړه کي تر ۳۷۰ زرو زيات انسانان وژل سوي او په مليونونو انسانان مهاجر سوي دي.

A.A./S.N. (dpa, afp, ap)