روسيې افغانستان پولې ته نژدې ګډ پوځي تمرینات پيل کړل
۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبهد آلمان خبري آژانس له مسکو څخه لیکي چې په دغو تمریناتو کې له ۲۵۰۰ ډير پوځيان ګډون لري. دغه تمرینات چې د تاجیکستان هیواد په خلطان ولایت کې پيل شوي، د اګست تر ۱۰مې پورې به ادامه ولري.
په دغو پوځي تمریناتو کې د روسيې ۱۸۰۰ پوځيان ګډون لري. د دغو مانورونو څخه موخه د پوځيانو روزنه ده چې څنګه په سرحدي علاقو کې د تروریستانو پر وړاندې له خپل ځان څخه دفاع وکړي. سرتيري به دغه راز د دښمن د ټانګونو او د ډرون الوتکو د دفع کولو تمرینات هم کوي.
روسيې د افغانستان سرحد ته نژدې دغه ګډ تمرینات په داسې وخت کې په لاره اچولي چې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونه د وتلو په حال کې دي او ورسره جوخت د طالبانو حملو زور اخیستی دی. طالبان توانیدلي چې په وروستيو میاشتو کې ډيرې سیمې له حکومت څخه ونيسي. په نیول شوو سیمو کې د افغانستان د شمالي ولایتونو ولسوالۍ هم شاملي دي کوم چې د منځنۍ آسیا هیوادونو لکه تاجیکستان او ازبیکستان سره ګډې پولې لري. په شمال کې د طالبانو د حملو په ډيريدو سره په وروستيو کې په سلونو افغان سرتيري په موقتي توګه د تاجيکستان او ازبیکستان خاورې ته اوښتي ول.
ډي پي اې/م.ک.ص./ب.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم: