«روسيه دي د ایران پر مورچلو د اسرائيلي بریدونو خنډ نه گرځي»
۱۳۹۷ آبان ۱۷, پنجشنبهد سوريي په چارو کي د امريکا ځانگړي استازي جيمز جفري، ويلي دي چي حکومت يې له روسي پوځ څخه هيله لري چي د اسرائيلو پر وړاندي خپل مثبت چلند ته ادامه ورکړي او ددغه هيواد پوځ ته دي اجازه ورکړي چي په سوريه کي پر ايراني مورچلونو باندي په خپلو هوايي بريدونو سره د اسرائيلو سرحد ته د ايران د نفوذ مخه ونيسي.
د فرانسې خبري آژانس د چارشنبې په ورځ له بيروت څخه د يوه رپوټ په خپرولو سره، ويلي دي چي د سوريي په چارو کي د امريکا ځانگړي استازي، د تيليفون له لاري د خبريالانو پوښتنو ته جواب ورکړي.
د فرانسې خبري آژانس د سوريي په خاوره کي د اسرائيلي ځواکونو د په سونو بريدونو خبر ورکړي. دغه آژانس د اسرائيلو د پوځ په حواله ليکلي دي چي د اسرائيلو امنيتي ځواکونو، په سوريه کي د ايران اډې او مورچلونه د خپلو اهدافو په توگه اعلان کړي دي.
د اسرائيلو حکومت پر ايران باندي تور لگوي چي د خپل سياست په پرمخ بيولو سره غواړي په اوږدمهاله ډول په سوريه کي نظامي حضور ولري او په دغه هيواد کي خپل نفوذ ډير کړي.
د روسيې دريځ
په سپتمبر مياشت کي د روسيي په يوې الوتکه باندي د سوريې د پوځ هوايي بريد، په سوريه کي د روسيي له پوځي مسوولينو سره د اسرائيلو د هوايي بريدونو هم آهنگي الزامي کړل.
جيمز جفري په دغه تليفوني خبري کنفرانس کي، په سوريه کي پر ايراني مورچلونو باندي د هوايي بريدونو په اړه، په تير وخت کي د روسيي مثبت چلند ته اشاره وکړه او ټينگار يي وکړ چي د امريکا حکومت هيله من دی چي روسيه همدا شان خپل سياست ته ادامه ورکړي.
د فرانسې خبري آژانس د سوريي په چارو کي د امريکا د استازي د موضوع طرحه، په سپتمبر مياشت کي د روسيې پر الوتکي باندي له بريد سره ارزيابي کړې ده.
په دغه بريد کي ۱۵ روسان ووژل سول. د روسيې حکومت تر دغې پيښې وروسته، د اسرائيلو پر پوځ نيوکه کړې وه چي د روسې له الوتکي څخه يي د خپلو هوايي بريدونو د پټولو له پاره گټه اخيستې ده. اسرائيلو په هغه وخت کي دغه ادعا غلطه بللې وه. روسيي تر دغه بريد وروسته، د سوريي پوځ ته پرمختللي دفاعي توغندي په اختيار کي ورکړل.
مسکو ته د نيتانياهو سفر
د سوريي پوځ ته د دفاعي توغنديو تر ورکړي وروسته، بينيامين نيتانياهو روسيې ته سفر وکړ او ددغه هيواد له چارواکو سره يي، په سوريه کي پر ايراني مورچلو باندي د هوايي بريدونو د دوام په هکله مشورې وکړې.
د اسرائيلو لومړي وزير د خپل سفر په ترڅ کي اعلان کړی وو چي هيواد به يې ايران ته اجازه ور نه کړي چي د اسرائيلو له سرحد سره پوځي اډې جوړي کړي.
جيمزجفري په همدې اړه ويلي دي چي «موږ د اسرائيلو د حياتي گټو له پاره تفاهم لرو او د دغه هيواد ملاتړ کوو.»
بايد وويل سي چي د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په اکتوبر مياشت کي د اسرائيلو د پلويانو په يوه غونډه کي ويلي ول چي هيواد به يي په سوريه کي د ايران د حضور په صورت کي، د جگړې تر پای ته رسيدو وروسته د سوريي د بيارغوني په کارونو کي برخه وا نه خلي.