1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: «جعلي عيسی مسيح» ونيول سو

۱۳۹۹ مهر ۵, شنبه

په روسيه کي د يوې «منحرفي مذهبي ډلې» هغه مشر زندان ته ولېږل سو چي ادعا یې کوله چي «عيسی نبي» دی او «بيا زېږېدلی دی.»

https://p.dw.com/p/3j2I1
Sergei Torop | russischer Sektenführer
انځور: Alexandr Kryazhev/dpa/picture-alliance

د روسيې په سايبيريا سيمه کي د سيرګې توروپ په نوم کس عقيدتمندان ډېر زيات دي. د دغه کس په هکله له ماسکو څخه رسېدلي رسنيز راپورونه وايي چي په يوه عيسوي کورنۍ کي زېږېدلی او د څو کالو راهيسي ادعا لري چي «عيسی نبي» دی او «بېا زېږېدلی» دی.

توروپ د «سايبيريايي عيسی» په نوم ډېر مشهور سوی دی ځکه چي هغه په دې توانېدلی چي خپله يوه «منحرفه مذهبي ډله» په ليري پرته او سخته يخه سيمه سايبيريا کي جوړه کړي. د توروپ عقيدتمندانو په ياده ليري پرته سيمه کي خپل کلي آباد کړي دي. خو منتقيدين توروپ ته د «جعلي عيسی نبي» خطاب هم کوي.

د شوروي د ماتېدو وروسته «روحاني راويښېدنه»

د روسیې ځانګړو امنيتي چارواکو سيرګې توروپ او د هغه دوه نژدې ملګري ونيول او هغوی يې د څرخي الوتکي په مرسته د سايبيريا مرکزي ښار ته انتقال کړل. توروپ او ورسره مل دوه ملګري يې د نووسيبيرسک يوې محکمې ته حاضر کړل سول.
سيرګې توروپ د نووسيبيرسک په محکمه کي په دې تور حاضر کړل سو چي هغه د مذهب تر سايوان لاندي د خپلو عقيدتمندانو مالي او ذهني زبېښاک کاوه. د دغه کس عمر دمګړی ۵۹ کاله دی او هغه وايي چي هغه وخت «په روحاني توګه بيداره» سو کله چي د شوروي اتحاد ړنګ سو.

سيرګې توروپ په ۱۹۹۱ کال د دوديزه کليسايي مذهبي عقايدو څخه په انحراف سره د (Church of the Last Testament) يا «د وروستي انجيل کليسا» په نوم منحرفه مذهبي ډله جوړه کړه. لږ وخت وروسته د هغو کسانو شمېر ډېر زيات سو چي توروپ يې د «بيا زېږيدلي مسيح» په توګه منلی.

د نوو سيبيرسک محکمې امر کړی دی چي توروپ او د هغه ملګري تر دوو مياشتو پوري په زندان کي وساتل سي. په دغه موده کي به د هغه او د ورسره ملګرو نورو تورنو کسانو په هکله نور تحقيقات کيږي. د نومبر په ۲۲مه نېټه به د دغه تورن کس محاکمه بېرته پيل سي.

د توروپ په عقيدتمندانو کي د ځانوژنې تمايل

د سيرګې توروپ يو شمېر عقيدتمندانو په ۱۹۹۰ لسيزه کي ځانوژنې وکړې ځکه چي يا خو هغوی په ليري پرتو سيمو کي په کلو کي په ډېرو سختو حالاتو کي ژوند کولو ته مجبور ول او يا هم ناروغ ول او د درملنې امکانات يې نه لرل.

د روسيې اړونده څارنوالۍ پر سيرګې توروپ تور لګولی دی چي «يوه غير قانوني مذهبي ډله يې رامنځ ته کړې» او دا چي د هغو کسانو مالي او رواني زبېښاک يې کړی دی چي پر دغه کس عقيده لري.

م.م./ا.ا./ن.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (09.02.2018):

Sergei Torop | russischer Sektenführer
سيرګې توروپ په ۲۰۰۹ کال په سايبيريا کي د خپلو عقيدتمندانو سرهانځور: Alexander Nemenov/AFP/Getty Images