1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روحاني له واشنګټن سره خبرو اترو ته پر امادګې ټينګار کړی

۱۳۹۸ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

د ایران ولسمشر حسن روحاني له امریکا متحده ایالاتو سره د خپل هیواد د خبرو اترو پر امادګۍ ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ایران مخکې تر دې په جولای میاشت کې د امریکا له خوا د خبرو اترو وړاندیز رد کړی وو.

https://p.dw.com/p/3NQ3O
Iran Präsident Hassan Rohani
انځور: picture-alliance/dpa/Office of the Iranian Presidency

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سه شنبې په ورځ (د اکست میاشتې ۶ نیټه) د یوې تلویزوني بیانيې په ترڅ کې له امریکا متحده ایالاتو سره خبرو اترو ته د خپل هیواد امادګي، د امریکا له خوا د ایران پر وړاندې د ټولو بندیزونو د لیري کولو پورې مشروطه کړه.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په جولای میاشت کې په سپينه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره د خبرو اترو له پاره د امریکایي سناتور راند پاول، وړاندیز رد کړی وو.

ظریف د دوشنبې په ورځ په دې اړه د رسنیو رپوټونه تائيد کړل. د متحده ایالاتو حکومت تیره اونۍ پر جواد ظریف باندي بندیزونه وضع کړل. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه توضیحات ورکړل چې هغه ته ویل شوي وو چې په هغه صورت کې چې د خبرو اترو له پاره وړاندیز ونه مني، نو شخصاً د ده پر وړاندې به بندیزونه ولګول شي. خو حسن روحاني له جواد ظریف سره تر لیدنې کتنې وروسته ویلي دي چې که متحده ایالات غواړي له ایران سره خبرې اترې وکړي باید لاره ورته هواره کړي، یعنې خپله پښیماني څرګنده کړي.

د ایران ولسمشر ټینګار وکړ: »له ایران سره سوله د ټولو سولو مور ده او همدارنګه له ایران سره جګړه د ټولو جنګونو مور ده.« خو روحاني اټومي موافقې ته د امریکا بیرته ورګرځیدل له دغه هیواد سره خبرو ته د امادګۍ د شرط په توګه وړاندې نه کړ.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ۲۰۱۸م کال په می میاشت کې له دې موافقې څخه د امریکا د وتلو اعلان کړی وو. روحاني وویل دا چې امریکا متحده ایالات دې موافقې بيرته ستنیږي او که نه په هغوی پورې اړه لري.

دویچه ویله دری/ش.ن/ن.ز