1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر روحاني د پارلمان له خوا فشارونه زيات شوي دي

۱۳۹۷ شهریور ۶, سه‌شنبه

ولسمشر حسن روحاني، واک ته تر رسید وروسته په لومړي ځل د پارلمان له خوا احضار شو او د متحدينو او همدا راز د مخالفين له خوا تر يو ډول فشار لاندې ونيول شو. خو روحاني د امريکا د بندیزونو په مقابل کې د بريالي کيدو ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/33tCR
Iran Präsident Hassan Rohani
انځور: picture-alliance/AA/F. Bahrami

د ايران ولسمشر حسن روحاني د سه شنبې په ورځ د پارلمان پر وړاندې راڅرگند شو. دا په ۲۰۱۳م کال کې واک تر رسيدو وروسته لومړی ځل دی چې نوموړې د پارلمان د غړيو له خوا احضاريږي.

روحاني د پارلمان د سخت دريځو غړيو او آن د خپلې ډلې يعني د ځينو اصلاح خوښوونکو له خوا هم تر فشار لاندې نيول شوی دی. 

روحاني په پارلمان کې وويل:

ـ د روان کال د جنوري په مياشت کې حکومت ضد مظاهرو د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له اټومي تړون څخه وتلو ته وهڅوه.

ـ  اقتصادي ستونزې هم جدي بايد ونيول شي خو تر هر څه مهمه خبره دا ده چې «د ایران خلکو د ايران د اسلامي جمهوريت پر مستقبل باور له لاسه ورکړی دی» او پر ځواک یې شکمن شوي دي.

ـ موږ د امريکا له خوا د اقتصادي ستونزو څخه ويره نه لرو. موږ به پر دې ستونزو بريالي کيږو.

ـ د ایران حکومت به «په سپينه مانۍ کې ناستو ایران ضد چارواکو » ته وښيي چې د امريکا بندیزونه ناکام دي.

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د اگست میاشتې په پنځمه نيټه يو اجرايوي فرمان لاسليک کړ چې موخه یې د اقتصادي فشار له لارې د دغه هيواد سره د شخړې د يوه «هر اړخيز او تل پاتې حل» ته رسيدل ول. امريکا د ايران د توغنديو د پراختيا پروگرام او په سيمه کې د دې هیواد فعاليتونه د ځان له پاره گواښ گڼي.

USA Bedminster Donald Trump unterzeichnet Iran Sanktionen
ولسمشر ترمپ د اگست پر ۵ نيټه پرايران د بندیزونو فرمان لاسليک کړانځور: Shealah Craighead

د دې بندیزونو تر لاسليکیدو د مخه ولسمشر دونالد ترمپ د روان کال په سر کې د هغه اتومي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ چې په ۲۰۱۵م کال کې شوی وو. د ترمپ دې کار په تړون کې شامل ټول غړي چې د دې تړون له پاره یې هلې ځلې کړې وي سخت حيران کړل.

حسن روحاني ولې تر فشار لاندې دی؟

حسن روحاني چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷م کالونو کې یې ولسمشریزه ټاکنې وگټلې، د خپل سلف محمود احمدي نژاد برعکس د امريکا په شمول د نړيوالې ټولنې سره ديالوگ ته لاره هواره کړه.  د هغه حکومت امريکا سره د اتومي تړون چې اوس د لغوه کيدو په حال کې دی، رامنځته کړ.

د دې اتومي تړون له کبله د ایران اسلامي جمهوريت يو ځل بيا خپلې دروازې د نړيوالو شرکتونو پر مخ پرانيستې. خو له دې تړون څخه د امريکا تر وتلو سره او هغو هيوادونو ته چې د ایران سره تجارت کوي، د ترمپ تر گواښونو وروسته د دې هيواد پولې واحد سقوط ته نزدې شوی، نړيوال شرکتونه د وتلو په حال کې دي او په هيواد کې بې روزگاري او فساد خپل اوج ته رسیدلي دي.

سخت دريځو پر روحاني په کابينه کې د بدلونو غږ کړی. حتی د نوموړي له خپل اړخ څخه هم د ورته اقداماتو غوښتنه شوې ده. د يکشنبې په ورځ د ايران د اقتصاد وزیر مسعود کرباسيان، د پارلمان له خوا استيضاح او له دندې گوښه شو چې دا ولسمشر روحاني او د هغه د اصلاح خوښوونکې اجنډا له پاره يو سخت گوزار وو.

د ايران د خصوصي خبري آژانس تسنيم په حواله پارلمان اوس قضيه عدلیې ته سپارلې ده. د پارلمان د غړيو له خوا ويل شوي چې د روحاني ځوابونه ورته د قناعت وړ نه دي.

Reuters, AP, dpa (B.S/S.M)

زموږ له آرشيف څخه:

 

 

..