روان کال له ایران او پاکستانه څومره افغان مهاجر ستانه شوي؟
د مهاجرت نړیوال سازمان چې په ټوله نړۍ کې د مهاجرو په چارو کې کار کوي، په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې افغانستان ته له ګاونډیو هیوادونو مهاجرین په داسې حال کې ستنیږي چې په هیواد کې داخلي بې ځایه شوي هم مخ پر ډیریدو دي.
د تورخم بندر له لاري پخپله خوښه
د روان کال د جنوري میاشتې له پیله نيولې د مې میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې د تورخم بندر له لارې له پاکستانه پخپله خوښه ۷۱۶۸ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د تورخم له لارې ډیپورټ شوي
د روان کال د جنوري میاشتې له پیله د می میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې د تورخم بندر له لارې له پاکستان څخه ټول ۴۰۵ کسان افغانستان ته ډیپورټ شوي دي.
د سپین بولدک له لارې په خپله خوښه
د سپین بولدک بندر له لارې له پاکستان څخه پخپله خوښه ټول ۶۵۲۴ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د سپین بولدک له لاري ډيپورټ شوي
د سپین بولدک له لارې له پاکستانه د روان کال له پیله د می میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې ټول ۴۵۹ کسان ډیپورت شوي دي.
د هرات له لارې په خپله خوښه یا ناڅاپه
د هرات له لارې بیا په مجموعي ډول ۹۰ زره او ۷۰۶ کسان له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د هرات له لارې ډیپورټ شوي
له ايران څخه ۲۳۵ کسان د هرات له لارې بيرته افغانستان ته اخراج شوي دي.
د نیمروز له لارې په خپله خوښه یا ناڅاپي ډول
د نیمروز له لارې له ایران څخه د روان کال له پیل نه نیولې تر د مې میاشتې ۱۹ نیټې پورې ټول ۳۱ زره او ۵۸۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د نیمروز له لارې ډیپورت شوي
د نیمروز له لارې په روان کال کې تر اوسه پورې ټول ۱۰۷ زره او ۱۹۸ کسان ډیپورت شوي دي.
له پاکستان څخه د راستانه شوو افغان کډوالو مجموعي شمیر
د روان ۲۰۱۸م کال له پیله د می میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې ټولټال ۱۴ زره او ۵۷۴ کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې کسانو کې پخپله خوښه، ناڅاپي او جبري اخراج شوي یا ډيپورټیان شامل دي.
له ایران څخه د راستانه شوو افغان کډوالو مجموعي شمیر
د روان ۲۰۱۸م کال له پیل نه نیولې د می میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې ټولټال ۲۸۴ زره او ۷۲۷ کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې کسانو کې په خپله خوښه، ناڅاپي او جبري اخراج شوي یا ډيپورټیان شامل دي.