1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنې: ترمپ د امریکایي ځواکونو له کوربه هیوادونو پیسې غواړي

۱۳۹۷ اسفند ۲۰, دوشنبه

په یوه رپوټ کې راغلي چې ولسمشر دونالد ترمپ، غواړي هغه هیوادونه چې امریکایي ځواکونه پکښې میشت دي، بیا د دغو قواوو ۱۵۰ سلنه لګښت امریکا ته ورکړي. آلمان کیدای شي یوله هغو هیوادونو څخه وي چې له دې کبله اغیزمنیدای شي.

https://p.dw.com/p/3EmCB
US-Kaserne in Katterbach
انځور: picture-alliance/Daniel Karmann

امریکایي رسنیو ویلي دي چې د امریکايي ځواکونو کوربه هیوادونه کیدای شي په راتلونکي کې د دغو ځواکونو د حضور له کبله د اوس په پرتله پنځه یا شپږ وارې ډیرې پیسې ورکړي. خو دا یوازې په هغه صورت کې کیدای شي چې امریکا په خپل پلان کې بریالی شي.

تیره اوونۍ د بلومبیرک خبري آژانس رپوټ ورکړ چې د ولسمشر دونالد ترمپ اداره پر داسې پلانونو باندې کار کوي چې له مخې یې د آلمان او جاپان په څیر هیوادونه چې پکښې امریکایي ځواکونه میشت دي، د دغو قواوو ۱۰۰ سلنه لګښت او ۵۰ سلنه اضافي پیسې امریکا ته ورکړي.

که دا کار وشي نو آلمان چې تر جاپان وروسته پکښې تر ټولو ډیر امریکایي ځواکونه میشت دي، ښايي له لوړ تاوان سره مخامخ شي.

ترمپ د لا ډیرو دفاعي لګښتونو غوښتنه کوي

زیاته شوې ده چې دغه احتمالي پلان د ولسمشر دونالد ترمپ له هغه غوښتنې سره تړاو لري چې په ترڅ کې یې د هغه اداره د آلمان په ګډون د ناټو له غړو هیوادونو څخه غواړي چې خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي ترڅو پر امریکا متحده ایالاتو باندې مالي فشار یو څه کم شي.

په دې هکله د ولسمشر ترمپ دوامداره شکایتونو د واشنګټن د نړیوالو متحدینو په منځ کې داسې اندیښنې رامنځ ته کړې دي چې کیدای امریکا متحده ایالات د نړیوال امنیت له پاره خپله ژمتیا کمه کړي.

که امریکا له آلمان څخه لا ډیرې پیسې وغواړي، نو په دې هیواد کې د امریکا ځواکونو له حضور سره مخالفتونه لا پسې ډیریدای شي.