1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

«پوتین به په ټاکنو کې د خپلواک نوماند په توګه ګډون وکړي»

۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبه

روسي سرچېنې وايي چې د روسيې ولسمشر، ولاديمیر پوتین به د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د یو خپلواک نوماند په توګه ګډون وکړي. پوتین چې له څه باندې دوو لسیزو په واک کې دی تمه لري چې راتلونکې ټاکنې وګټي.

https://p.dw.com/p/4aFId
د روسیې ولسمشر، ولاديمیر پوتین
د روسیې ولسمشر، ولاديمیر پوتینانځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

د روسيې دولتي خبري آژانس، آر آی اې، د شنبې په ورځ (د دسمبر ۱۶مه) کريملین ته د دوو نژدې سناتورانو له قوله خبر ورکړ چې ولسمشر پوتین به په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو کې د یو ګوند په ټکټ نه، بلکې په خبره يې د هغه پراخ ملاتړ پر اساس چې دی ورڅخه برخمن دی، د یو خپلواک نوماند په توګه ګډون وکړي.

پوتين چې له څه باندې دوو لسیزو راهیسې د روسيې د ولسمشر او صدارعظم په توګه په واک کې دی، مخکې اعلان کړی چې د روسيې په راتلونکو انتخاباتو کې به د یوې بلې شپږ کلنې دورې له پاره ځان نوماند کړي. دغه انتخابات د راتلونکي کال په مارچ کې په لاره اچول کيږي چې پوتین پکې د خپلې اسانه بریا تمه ښودلې ده.

روسي خبري آژانس آر آی اې د یونايتيډ رشيا یا د متحدې روسيې ګوند (يو آر) د یو لوړپوړي سناتور، اندرې تورچاک، له قوله وايي، سربېره پر دې چې پوتین د حاکم ګوند، متحدې روسيې، بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري، خو دا ځل د دغه ګوند له خوا نه، بلکې د یو خپلواک نوماند په توګه ځان کاندیدوي.

یاد آژانس د بل ګوند، جست رشیا، یو سناتور، سرګي میرونوف، چې له پوتين څخه ملاتړ کوي له خولې هم ويلي دي چې پوتین به په انتخاباتو کې د یو خپلواک نوماند په توګه ګډون وکړي او لاسليکونه به د پوتين په ملاتړ راټول شي.

د ۷۱ کلن پوتین له پاره په انتخاباتو کې ګډون آسانه دی. دا چې پوتین د حکومت او حکومت پلوه رسنیو له ملاتړه برخمن دی او تقریباً کوم عمومي مخالف جریان هم نه لري، نو په انتخاباتو کې ېې بریا قطعي ده.

(Reuters)mks/mns 

د آرشيف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب