1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د آلمانۍ نجلۍ تورن قاتل په خپل جرم اعتراف کړی

۱۳۹۷ خرداد ۲۰, یکشنبه

د يوې ۱۴ کلنې آلمانۍ نجلۍ پر وژنه تورن کس، د عراق په شمال کې تر نيول کيدو وروسته، آلمان ته بيرته راوړل شو. د دغه قتل قضيې او له آلمان څخه د تورن تيښتې د دغه هيواد خلک غمجن او په غوصه کړي دي.

https://p.dw.com/p/2zF1K
Deutschland Ankunft Ali B.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

په عراق کې د ۱۴ کلنې آلمانۍ نجلۍ په وژنه د تورن قاتل نيونه او آلمان ته يې د بيرته ليږدولو خبره، د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زيهوفر د شنبې په ورځ تائيد کړه.

هغه دا خبره هغه مهال وکړه چې د شنبې په ورځ د دغه شل کلن تورن، حامل الوتکه د فرانکفورت په هوايي ډکر کې کيناستله. دغې الوتکې د کردستان له مرکز، اربيل ښار څخه پرواز کړی وو.

زيهوفر وويل: «ډیر خوښ يم چې تورن کس چې د آلمان د عدلي نظام تر تعقيب لاندې وو، آلمان ته راوګرځول شو.»

آلماني رسنيو رپوټونه ورکړي دي چې د «علي. ب» په نوم دغه تورن کس وروسته له هغې چې د عراق کردستان په «دهوک» ولایت کې ونيول شو، د ۱۴ کلنې آلمانۍ نجلۍ په وژنه يې اعتراف کړی دی. آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» د «دهوک» ولایت د پوليسو د مشر له قوله ليکلي دي چې، تورن کس د هغه د کورنۍ په مرسته ونيول شو.

Deutschland, Berlin: Bundestags-Innenausschusses zur Bamf-Affäre, Horst Seehofers Ankunft
د آلمان د کورنيو چارو وزیر هورست زيهوفرانځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د وژل شوې آلمانۍ نجلۍ چې په رسنيو کې يې نوم «سوزانا» ښودل شوی، مړی يې د تيرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ويسبادن ښار د مهاجرو يو کمپ ته نژدې موندل شوی وو. ويل شوي چې تورن په همدې کمپ کې اوسیده. پر جسد ترسره شوو عدلي معايناتو ښودلې ده چې پر قرباني باندې جنسي تيری هم شوی دی.

د آلمان پوليسو د پنجشنبې په ورځ د تورن کس د نيولو نړيوال حکم صادر کړ. دغه حکم هغه وخت صادر شو چې د ياد کمپ يو اوسيدونکي مهاجر پوليسو ته وويل چې «علي ب.» د آلمانۍ نجلۍ د ورکيدا په قضيه کې لاس لري. «علي ب.» چې ويل کيږې د پناه غوښتنه يې رد شوې وه، د تيرې اوونۍ په پای کې له خپلې کورنۍ سره د ترکيې له لارې عراق ته تښتيدلی وو.

دا چې «علي ب.» څنګه توانيدلی له آلمان څخه عراق ته له خپلې کورنۍ سره پرواز وکړي هم په آلمان کې پوښتنې راپيدا کړي دي، چې په اړه يې ويل شوي چې پلټنه به يې پيل شي.