1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: اردوغان ښايي آلمان ته سفر وکړي

۱۳۹۷ مرداد ۶, شنبه

ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان، ښايي په مني کې آلمان ته رسمي سفر وکړي. ويل کيږي چې د سپتمبر مياشتې په پای کې آلمان ته د هغه د راتګ په اړه خبرې روانې دي خو آلماني چارواکو لا تر اوسه پورې په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/32EQ7
Recep Tayyip Erdogan
انځور: picture -alliance/AP Photo/B. Ozbilici

د «بيلد» ورځپاڼه د اردوغان د رسمي دولتي سفر په هکله په خپل رپوټ کې د برلين او انقرې د حکومتي کړيو په استناد کاږي چې ښايي د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، په مني کې آلمان ته سفر وکړي. خو د آلمان حکومت دغه ممکن پلان لا نه دی تائيد کړی. د صدراعظمې انګلا مېرکل يوه وياند وويل چې «د آلمان د صدراعظمې د وخت قرارونه او ملاقاتونه په اساسي ډول يوازې يوه اوونۍ مخکې اعلانوو.»

د «بيلد» ورځپاڼې د معلوماتو په حواله د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاينماير، په اپريل مياشت کې د يوې عمومي بلنې له لارې دغه بهير پيل کړی وو. په وروستيو څو کلونو کې اردوغان په وار وار جرمني ته راغلی وو، مثلا په ۲۰۱۷ کال کې په هامبورګ کې د جي ۲۰ سازمان د سرمشريزې په وخت. خو دا به څلور کاله مخکې د ولسمشر په توګه د ادوغان تر ټاکل کیدو وروسته، آلمان ته د دولتي مېلمه په توګه د ده لومړنی سفر وي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په خپله ويبپاڼه کې دا معلومات ورکوي چې يوه دولتي بلنه «د دولت د يوه مشر له خوا يوه استثنايي ليدنه کتنه ده چې ورته په دغسې يوه فرصت سره د پروتوکول له مخې ټول افتخارات ورپه برخه کيږي».

وزارت زیاته کړې ده چې په دې برخه کې له پوځي رسم ګذشت سره هر کلی او د ډوډۍ له پاره دولتي مېلمستيا هم په نظر کې نيول شوې ده. د پروتوکول له مخې دغسې يوه ليدنه په عادي ډول د «نُوې واخه» له ودانۍ سره د ګلانو د ګېډۍ د ايښودلو مراسم هم رانغاړي. نوې واخه د آلمان هغه مرکزي د يادګار ودانۍ ده چې د جګړو او د زورواکۍ د قربانيانو ياد تازه ساتي.

په آلمان کې په عادي توګه په کال کې يوازې تقريبا څلور دا ډول دولتي ليدنې کتنې تر سره کيږي. د «بيلد» ورځپاڼې د ترکيې د يوه جګپوړي ديپلومات نقل قول هم راوړی دی چې په حواله يې د ترکيې ولسمشر غواړي چې د يوې غونډې په ترڅ کې له «خپلو هېوادوالو» سره هم وويني او ورته وينا وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان او ترکيې د حکومتونو تر منځ اړيکې په ترکيې کې د شکمنو کودتاچيانو په وړاندې د چلند او د آلماني اتباعو د نيونو له کبله ترينګلې دي.

د «وېلټ» ورځپاڼې خبريال دنيز يوجل، د فبرورۍ په مياشت کې بېرته آزاد شوی دی او د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ترکيې ته د سفر کولو خبرداری بېرته را نرم کړی دی، وروسته له هغه چې بېړنی حالت بېرته واخيستل شو. خو د آلمان حکومت تر اوسه لا د بشري حقونو د وضعيت له کبله اندېښنې لري.