1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

رسنیو نړیواله غونډه ۲۰۱۹: عوامپالان، رسنۍ او واک

۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبه

په سیاست او ټولنه کې واک د چا په لاس کې دی؟ دا یوه له هغو پوښتنو څخه ده چې د دویچه ویله د رسنیو په نړیوالې غونډې کې به پرې ډیر عمیق بحث وشي.

https://p.dw.com/p/3J5wm
Banner zur Bewerbung des Global Media Forum mit Hauptsponsoren

د رسنیو نړیواله غونډه به د آلمان په بن ښار کې د مې میاشتې له ۲۷مې څخه تر ۲۸مې نیټې پورې ترسره شي. سږ کال د دې کنفرانس د بحثونو کلیدي موضوع «د بدلون په حال کې ځواکونه» ده. دویچه ویله د ۱۲ کال له پاره د دې غونډې کوربتوب کوي چې اوس په آلمان کې د رسنیو تر ټولو لوی نړیوال کنفرانس دی. د سږني کنفرانس موضوع د دې په پام کې نیولو سره ټاکل شوې ده چې اوس د نړۍ په ډیرو سیمو کې د رسنیو، سیاست او ټولنې تر منځ اړیکه په یوه خراب حالت کې دی. دیجیتال کیدل د دې وضعیت یو له لاملونو څخه دی.

د دویچه ویله عمومي مشر پیتر لیمبورګ، په دې اړه وايي: «عوامپالان په هره برخه کې د اروپا یووالی ګواښي.» هغه زیاته کړه: «معلوماتو ته د لاسرسي کنترول د واک په یوه ابزار بدل شوی دی.»

په عین حال کې ډیر شمیر سیاستوال د دولت تر کنترول او انحصار لاندې رسنیو له لارې خپل پیغامونه خلکو ته رسوي. لیمبورګ په دې اړه وویل: «د بیان آزادي د محدودیدو په حال کې ده.»

DW-Intendant Peter Limbourg begrüßt die Mitglieder des Wirtschaftsrats der CDU e.V.
پیتر لیمبورګ، د دویچه ویله عمومي رییسانځور: DW/P. Böll

د مینې او کرکې اړیکه

په دغه دوه ورځیني کنفرانس کې چې په انګلیسي ژبه په کې بحثونه کیږي، په دې هدف جوړ شوی دی چې د دغو بدلونونو د بنسټیز بهیرونو په اړه پوهاوي رامنځ ته شي. لیمبورګ وویل: «د رسنیو له ډیرو نړیوالو مسلکي کسانو، ملاتړ او شریکانو سره یوځای به موږ پر مسایلو تمرکز رامنځ ته کړو او دغو مسایلو ته به د خلکو پام واړوو.»

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر، به په ژوندۍ بڼه د ویدیو له لارې د دویچه ویله له مشر لیمبورګ سره یوځای، دغه کنفرانس پرانیزي. تر دې بحث وروسته به یو پنل پر دې بحث وکړي چې د رسنیو لیدلوری څرنګه د بدلیدو په حال کې دی او دا چې په دغه بدلونونو کې کوم چانسونه او ننګونې موجودې دي. په دغه پنل کې د «اندیا تودې ګروپ» بنسټ ایښودونکی ارون پوري، هم ګډون کوي. د هغه تر څنګ له ګوګل څخه مارک پیترز، له آلماني نشراتي شرکت څخه متیس دوپفنر او امریکایي جارون لانییر شامل دي.

د رسنیو نړیوالې غونډې په دویمه ورځ به د رسنیو او سیاستوالو تر منځ له «مینې او کرکې» ډکې اړیکې په اړه خبرې وشي. په دې برخه کې به هم ډیر شمیر آلماني او بهرني مطرح خبریالان او د رسنیو فعالین خبرې وکړي.

مصنوعي ځیرکتیا او ځايي ژورنالیزم

په دې کنفرانس کې له ۱۴۰ هیوادونو څخه ۲۰۰۰ کسان ګډون کوي. په کنفرانس کې شاوخوا ۷۰ غونډې په پام کې نیول شوې دي. په دې ترڅ کې په د ژورنالیزم د راتلونکې په څیر مسایلو باندې هم بحث وشي. په یوه بل پنل کې به د مصنوعي ځیرکتیا او په رسنیو کې د دې تکنالوژي کارول وارزول شي.

پر نورو سربیره به مشهوره روبات سوفیه، هم دې کنفرانس ته راوړل شي او له ګډونوالو سره به څو خبرې وکړي.

د کنفرانس د محتوا تعینوونکو هڅه کړې ده چې د اړیکو ټینګولو موضوع د سږني کنفرانس په یوه اصلي هدف واړوي. وریسا سپسوفسکي، چې د رسنیو د نړیوال کنفرانس د محتوا د تعینوولو مسوولیت لري وایي چې سږ کال د تیر کال په پرتله ډیرې داسې پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي چې په ترڅ کې یې ګډونوال یو له بل سره اړیکې ټینګولي شي.

د بیان د آزادي جایزه ګټونکې انابیل هرنندیز

د هر کال په څیر سږ کال هم د رسنیو د نړیوال غونډې یوه اصلي موضوع د دویچه ویله د بیان د آزادي جایزې ورکول دي. سږ کال دغه جایزه مکسیکويي ژورنالیستې انابیل هرنندیز، ته ورکول کیږي.

دغه خبریاله چې اوس د خپل کار له کبله د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوې ده، د اداري فساد، په مکسیکو کې د جرمونو د پټولو او له قانون څخه د معافیت لرلو په څیر مسایلو په اړه د خبرونو جوړولو له کبله دغه جایزه ترلاسه کوي.

Roboter Sophia
سوفیه، مشهوره روباتانځور: Imago Images/ZumaPress/J. Cros

پر دې سربیره له سږني کال څخه د آلمان نارد راین ویستفالن ایالت هم د بهرنیو چارو وزارت تر څنګ د رسنیو د نړیوالې غونډې یو له اصلي شریکانو څخه دی. د دې ایالت لمړی وزیر ارمین لاشیت، چې غونډې ته به هم راشي، وایی چې ایالت به یې له دویچه ویله سره مرسته وکړي چې د رسنیو نړیواله غونډه په نړیواله کچه د رسنیو په مخکښه غونډې بدله کړي.

(ms/qs (DW: Ines Eisele