1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«رد شوي افغان مهاجرین یوازې په استثنايي حالت کې اخراجیږي»

۱۳۹۶ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه افغانستان ته د رد شوو افغان مهارجرینو د اخراج د موضوع په هکله یوې هوکړې ته رسیدلې دي.

https://p.dw.com/p/2hvC9
Afghanistan Kabul Abschiebung Rückkehr
انځور: picture-alliance/dap/M. Jawad

د دې هوکړې په اساس به په راتلونکې کې یوازې په استثنايي حالاتو کې رد شوي افغان مهاجرین له آلمان څخه افغانستان ته اخراجیږي.

د چهارشنبې په ورځ د آلماني رسنیو شبکې یا «RND» خبر ورکړی چې د آلمان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونه په دې سره سلا شوي چې یوازې په استثنايي حالاتو کې به رد شوي افغان مهاجرین بیرته خپل جنګ ځپلي هیواد ته اخراجیږي. دغې شبکې همدا راز ویلي چې د افغانستان د عمومي امنیتي وضعیت په هکله د آلمان له خوا د یوې نوې داخلي ارزونې وروسته دغه پریکړه شوې ده.

په دې ترتیب سره نو د آلمان فدرال حکومت په رسمي توګه د رد شوو مهاجرینو د یو ډیر محدود اخراج موضوع تائید کړې. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د روان کال د مې په میاشتې کې  په کابل کې د آلمان پر سفارت د یو خونړي برید څخه وروسته د افغانانو اخراج ډير محدود شو، خو په غیر رسمی توگه.

افغانستان ته د رد شوو مهاجرینو اخراج له ډیرې مودې راهیسې په آلمان کې یوه جنجالي موضوع ده. د دې لامل هم د افغانستان په ټولو برخو کې د وسلوالو طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ وسلوالې شخړې په ګوته شوې دي.

د ۲۰۰۱م کال راهیسې هغه وخت چې د طالبانو رژیم ونړید، په افغانستان کې امنیتي وضعیت د اوسمهال په څیر نه وو خراب شوی.

د «آلمان د رسنیو شبکې» همدا راز د وروستیو رد شوو مهاجرینو د شمیرو په هکله هم جزئیات وړاندې کړي دي. د دې شبکې په حواله د جون میاشتې تر ۳۰مې نیټې یعنې تر یوې میاشتې مخکې پورې د هغو افغان مهاجرو شمیر چې له آلمان څخه په اخراجیدو باندې مکلف وو، شاو او خوا لس زره تنه وو. دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په همدې وخت کې دغه شمیر بیا ۵۰۰۰ تنه ته رسیدو.

په دې ترتیب د روان کال د جون میاشتې تر پایه پورې ټولټال ۲۸۲ رد شوي افغان مهاجرین بیرته افغانستان ته اخراج شوي دي. دغه شمیر بیا د تیر کال په ترڅ کې ۱۴۵ کسان وو.

د نوموړي رپوټ په حواله د آلمان د حکومت له خوا د افغانستان د امنیتي وضعیت د وروستۍ اروزنې سره، داسې ښکاري چې افغانستان ته د رد شوو مهاجرو اخراج یوازې «خطرناک» او مجرم افغان مهاجرو پورې محدود وي. سربیره پر دې، په اخراجیدونکو مهاجرینو کې هغه افغانان هم شامل دي چې آلماني چارواکو ته د خپل هویت په هکله غلط معلومات ورکوي او په شدیده توګه د خپل هویت په هکله له همکاری ډډه کوي.

د همدې اپریل په میاشت کې د آلمان حکومت اټکل کړی وو چې شاوخوا ۲۵۵ زره افغان مهاجرین په آلمان کې ژوند کوي.

د آلمان خبري آژانس / خ. حکیمي

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: