1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: په نړۍ کي ۵۰ میليونه وګړي په «نوي غلامۍ» کي ژوند کوي

۱۴۰۲ خرداد ۴, پنجشنبه

د یو نوي راپور پر بنسټ په تیرو پنځو کالو کي د نوي یا عصري غلامانو شمېر په چټکۍ سره ډېر سوی دی. په دې برخه کي په نړيواله سطحه د شمالي کوریا او اریټریا نومونه د یادولو وړ دي.

https://p.dw.com/p/4RoXT
Moderne Sklaverei
انځور: Bharat Patel

په لندن کي د یوې خپرې سوي څېړني څخه، چي پرون چهارشنبه (د می ۲۴) نشر سوې معلومیږي چي په دې وروستیو کلنو کي د عصري یا نوي غلامۍ کچه څومره زیاته سوې ده.

د بشري حقونو د یو بنسټ «واک فري» له خوا د « ګلوبل سلیوري انډیکس» د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۲۱م کي ۵۰ میليونه وګړو په نړۍ کي د «نوي غلامۍ ژوند کاوه.»

که له پنځو کالو مخکنیو اټکلونو سره دغه شمېرې پرتله کړو، نو ویلای سو چي په دې برخه کي ۱۰ میليونه ډېروالی راغلی دی.

اړوند: 

د دې لوړوالي ډېر دلیلونه سته، خو موږ يې د نورو سببونو ترڅنګ پراخیدونکي او پېچلي وسله والي جګړې، له چاپیریال سره تړلي مسایل، د کرونا وبا اغیزي او نور یادولای سو.

 نوې غلامي څه شی ده؟

«واک فري» نوې غلامي داسي راپېژني: «د قانوني تصوراتو یوې داسي ټولګي ته ویل کېږي، چي په هغه کي په زوره مزدوري، ګروي، په زور ودونه او باید پوه سوو، چي عصري غلامي نور ډولونه هم لري، چي موږ يې یوه ښکاره بېلګه انساني قاچاق هم یادولای سو.»

زموږ فېسبوک پاڼه دلته کتلای سی

د یاد بنسټ په خبره: «نوې غلامي په سترګو نه لیدل کېږي، خو د نړۍ په هر کونج کي د خلکو له ژوند سره اخښل سوې او هره ورځ خلګ خطاء باسي، ځوروي يې او داسي شرایطو ته اړ ایستل باسي چي هغوی يې نه سي پرېښولای.»

اړوند: 

په پاکستان کې د غلامۍ پر ضد مبارزه

په راپور کي ویل سوي دي چي ۲۷.۶ میليونه خلک د جبري کار څخه کړیږي، ۲۲ میليونه وګړي بیا له خپلي خوښي پرته ودونه ژړوي یعني په نړۍ کي له هرو ۱۵۰ وګړو څخه نژدې یو وګړی له ورته غلامۍ څخه اغیزمن دی.

تر ټولو ډېره غلامي چیري ده؟

راپور زیاتوي د شمالي کوریا په « زرو وګړو کي ۱۰۴ کسان» په اریټیریا کي « ۹۰.۳» او په موریطانیا کي له زرو کسانو څخه «۳۲» يې د نوي غلامۍ ژوند لري چي دا تر ټولو لوړه شمېره ده.

زموږ یوټیوب پاڼه 

سعودي عربستان، ترکیه، متحده عرب امارات او کویټ هم د ۱۰ هغو هیوادونو د فهرست کي شامل دي، چي د راپور په وینا «د دغو هیوادونو په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي چارو کي یو شمېر بشري او مدني محدودیتونه هغه ځانګړتیاوي دي، چي دوی يې یاد فهرست ته ور شامل کړي دي.»

اړوند:

په راپور کي ویل سوي دي، چي یادو هیوادنو ته څېرمه په ډېرو سیمو کي شخړي، سیاسي بې ثباتي او د جمهوریت نستوالی هم هغه څه دي، چي په دغو هیوادونو کي يې ډېری خلګ کډوالۍ او وطن پرېښولو ته اړ کړدي، چي «له دغو بې کوره او بې اوره وګړو څخه بیا په نڅه بیه کار اخیستل یا استثماریږي.»

راپور زیاتوي چي په ځینو هیوادونو کي، حکومتونه خپل خلک په ځینو دفترونوکي په زور په دندو ګوماري دا حالت نو داسي وي لکه هغوی چي کټ مټ په شخصي زندان کي اوسي.

اړوند:ماشومي ډوډۍ غوښتله، خو ۳۸ کاله يې غلامي وکړه

ان د یاد راپور له مخي په « جي ۲۰» هیوادونو کي هم ډېر خلک داسي دي چي هغوی په استحصالي حالت کي ژوند کوي د همدغه راپور پر بنسټ په هندوستان کي ۱۱ میلیونه، په چین کي ۵ میليونه او ۱۸ لکه وګړي د دې بلا په منګولو کي ګير دي.