1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: بوريس پيستوريوس به د آلمان نوي دفاع وزیر شي

۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

رسنیو راپور ورکړی دی چې د آلمان د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر به د آلمان د نوي دفاع وزیر په توګه معرفي شي. نوموړی ۶۲ کلن دی او د کریستینه لامبریشت ځایناستی به شي چې د دوشنبې په ورځ یې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

https://p.dw.com/p/4MIvO
Deutschland neuer Verteidigungsminister Boris Pistorius
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture-alliance

د فرانسې خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د حکومتي سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند سیاستوال او د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر به د دغه هيواد د نوي دفاع وزیر په توګه معرفي شي.

میرمن لامبرشت له دې امله چې د نوي میلادي کال په مناسب یې یو پیغام په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی و، تر سختو نیوکو لاندې وه. هغې په دې پیغام کې په داسې حال کې چې د اوکراین د جګړې په اړه خبرې کولې، تر شا یې د نوي کال د اور لوبې غږونه اوریدل کیدل.

اړوند مطلب: د آلمان پر دفاع وزيري سختي نيوکي؛ هغې استعفا وکړه

لامبرشت له پرلپسې انتقادونو سره له ۱۳ میاشتنې کار وروسته، تېره ورځ دوشنبه د دفاع وزارت له چوکۍ څخه خپله استعفا اعلان کړه.

پیستوریوس هم د لامبرشت په شان یو حقوقپوه دی. نوموړی ۶۲ کلن دی او له ۲۰۱۳م کال راهیسې د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو او ورزش وزیر و. هغه له دې مخکې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د اوسنابروک ښاروال و.

د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال په وروستیو نهو کلونو کې د نیدرزاکسن ایالات د کورنیو چارو وزیر په توګه، د داخلي امنیت، سایبري جرمونو، کډوالۍ او ورزش په برخو کې کار کړی او تجربه لري.

د آلمان پخوانۍ دفاع وزیره کریستینه لامبریشت، چې تېره ورځ د ( ۲۰۲۳ د جنورۍ ۱۶) له خپلې دندې استعفا ورکړه
د آلمان پخوانۍ دفاع وزیره کریستینه لامبریشت، چې تېره ورځ د ( ۲۰۲۳ د جنورۍ ۱۶) له خپلې دندې استعفا ورکړهانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

پیستوریوس چې له ۱۶ کلنۍ څخه د سوسیال دیموکرات ګوند غړی دی، په ۱۹۸۰ او ۱۹۸۱ کې یې پوځي خدمت پای ته رسولی، خو په پوځي ډګر کې تجربه نه لري.

خو له دې سره، هغه د پولیسو په برخه کې او د پولیسو لیکو ته د ځوانانو په جلبولو کې تجربه لري. نوموړی امنیتي دستګاه د دیموکراسۍ د مهم ستون په توګه یادوي او د هغه په پروژه کې لیدل کیږي چې، د سیاسې افراطیت پر وړاندې پولیسو ته تقویت ورکول دي.

اړوند مطلب: جرمني: د دفاع وزیري په مالي کي د الماني پوځ څخه لیدنه وکړه

د مېرمن لامبریشت د ځایناستي په توګه د یوه نارینه په معرفي کولو سره به د آلمان په کابینه کې جنسیتي مساوات چې صدراعظم الاوف شولڅ یې په لټه کې و، له برابري څخه بهر کیږي. د نوي دفاع وزیرد کار پیل سره به نهه نارینه او اووه ښځې په کابینه کې وي.

pa/fz/nz (AFP)