1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان په انګلستان کې د خپلې لوبډې د بریا چانسونه ډیر کړي

۱۳۹۷ مرداد ۱۰, چهارشنبه

راشد خان د انګلستان په سیمه ایزو بلست شل اوریزو لوبو کې د سوسکس لوبډلې د بریا چانس ډیر کړی دی. راشد خان په اصل کې باید له دې لوبډلې سره یوازي اووه لوبې کړي وای خو اوس ټول تورنمنت ته پاتیږي.

https://p.dw.com/p/32Pzy
Cricket Rashid Khan
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/J. Brady

د نړۍ د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره توپ اچونکی ځوان افغان کریکټر راشد خان، پریکړه کړې ده چې له کربین لیګ څخه ووځي او پر ځای یې د انګلستان په سیمه ایزو شل اوریزو سیالیو کې له خپلې لوبډلې سره تر پایه پوري پاته شي.

اوس د ساسکس لوبډله په سویلي ګروپ کې په څلورم ځای کې ده او د چهارشنبې په ورځ به خپله بله لوبه وکړي.

راشد خان د سوسکس له خوا په یوه خپرې شوې بیانیه کې ویلي دي: «ما تل غوښتل چې تر اوو ډیري لوبې وکړم، نو کله چې خبر شوم چې وخت لرم نو سمدستې مې له لوبډلې څخه وپوښتل چې که غواړي زه پاتيدای شم او کولی شم ټولې ۱۴ لوبې وکړم.»

هغه زیاته کړې: «له نیکه مرغه لوبډلې هم غوښتل چې زه پاته شم.»

راشد خان په وروستیو وختونو کې په سل اوریزو نړیوالو لوبو کې هم خپل سل ویکټې پوره کړې. هغه په انګلستان کې د خپلو لوبو په اړه ویلي دي: «زه په ساسکس کې له خپلو لوبو خوند اخلم او زه راتلونکو لوبو ته سترګې په لار یم. هیله لرم چې ډيري به یې وګتو.»

د ساسکس لوبډلې روزونکی هم د راشد خان له پریکړې خوښ دی. هغه ویلي دي: «راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی نو له دې کبله په لوبډله کې د هغه شتون د څو لاملونو له کبله ارزښت لري. اوس چې موږ هغه د ټول تورنمنت له پاره له ځان سره لرو، ډیره ښه خبره ده.»