1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رازموسن: له افغانستان څخه په وتلو کی بیړه نه کوو

۱۳۹۰ خرداد ۲۰, جمعه

په بروکسل کی د ناتو د دفاع وزيرانو په غونډه کی د افغانستان په ماموریت خبری وشوی. د ناتو عمومی منشی وویل چی د مسوولیت انتقال له پلان سره سم سرته رسول کیږی، خو د سرتيرو ایستل د ډګر شرايطو پوری اړه لري

https://p.dw.com/p/11XgH
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن د امريکا او برتانيې د دفاع وزيرانو سره د خبرو پر مهال
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن د امريکا او برتانيې د دفاع وزيرانو سره د خبرو پر مهالانځور: picture alliance/dpa

د ناټو مشر، اندرس فوگ راسموسن، وويل چي د ناټو غړي هيوادونه به د افغانستان څخه په وتلو کي بيړه و نه کړي. ده زياته کړه چي په راتلونکو اونيو کي به د افغانستان د ځينو سيمو امنيتي مسولتونه افغانانو ته وسپارل سي.

د ده په خبره افغان پوځيانو ته د امنيتي مسؤليتونو د انتقال د لړۍ په ترڅ کي به د ناټو ځواکونه خپل رول په جګړه کي کم کړي:

«افغان ځواکونو ته د امنيت د انتقال لړۍ په دغه هيواد کي په حالاتو پوري تړلې ده نه په کومي نيټي پوري. زه باور لرم چي موږ کولای سو دغه لړۍ د 2014 کال تر پايه پوري بشپړه کړو. په افغانستان کي زموږ د پوځي رول کميدل د دې معني نه لري چي موږ غواړو د دغه هيواد سره خپلي اړيکي وشلوو ځکه چي موږ د افغانستان سره اوږد مهال تعهدات لرو.»

په داسي حال کي چي ولسمشر اوباما د دې تصميم د نيولو په حال کي دی چي افغانستان څخه څومره امريکايي سرتيري د امنيت د انتقال د لړي په لومړي پړاو کي وباسي، د المان د دفاع وزير، توماس دي ميزير، په دې اړه انديښنه څرګنده کړې چي که بارک اوباما په يو وار ډير شميرامريکايي پوځيان د افغانستان څخه وباسي نو کيدای سي دغه کار د افغانستان پر وضعيت منفي اغيزه وکړي.

د متحده ايالاتو په استازيتوب، رابرټ کيټس، د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو په غونډي کي کډون کړي.

ګېټس د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د ژر وتلو سره مخالفت وکړ او ويي ويل چي په افغانستان کي بايد د لاسته راوړنو څخه ساتنه وسي. کېټس دغه راز ويلي چي په افغانستان کي ميشت امريکايي او د ناټو نور ځواکونو د طالبانو په وړاندي جګړه کي ډير پرمختګ کړی.

وروسته له هغي چي امريکايي سرتيرو د پاکستان په زړه کي د القاعدي مشر، اسامه بن لادن، وواژه اوس يو شمير امريکايي سياستوال په دې اند دي چي امريکا بايد په افغانستان کي خپل پوځي حضور کم کړي.

ناټو پريکړه کړي چي په روان کال افغان ځواکونو ته د امنيت د انتقال لړۍ پيل کړي چي د پلان له مخي به تر 2014 کال پوري بشپړه سي.

د برتانيې لومړي وزير، ديويد کامران، هم تيره مياشت اعلان وکړ چي د 2011 کال تر پايه پوري به د افغانستان څخه 450 سرتيري وباسي.

خو آلماني سياستوالو بيا په دغه هيواد کي خپلو سرتيرو عمليات د 12 نورو مياشتو لپاره تمديد کړ. دوي وويل چي د دغي مودي وروسته به خپل پوځيان د افغانستان څخه د شرايطو د مساعدوالي په صورت کي وباسي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل