1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

ذاکر نائیک بخښنه غوښتې ده

۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبه

د هندوستان مسلمان شخړیز مبلغ داکتر ذاکر نائیک په مالیزیا کې د خپلې نژاد پرستانه وینا له کبله بخښنه غوښتې. بل لور ته د مالیزیا پولیسو د هغه پر ټولو مدني فعالیتونو بندیز لګولی دی.

https://p.dw.com/p/3OFw1
Dr Zakir Naik
انځور: cc-by-maapu 2.0

ذاکر نائیک په هندوستان کې د پيسو سپينولو او د کرکې انګیزې درلودونکو بیانونو له دعوی سره مخامخ دی. له همدې امله دغه مشهور مسلمان دیني عالم له دریو کلونو راهیسې په مالیزیا کې ژوند کوي. خو نوموړی په دې هیواد کې هم هغه وخت له سختو نیوکو سره مخامخ شو، کله چې نائیک د مالیزیا د نسلي او مذهبي اقلیتونو په اړه څرګندونې وکړې.

د دوشنبې په ورځ (د اګست میاشتې۱۹) د مالیزیا پولیسو له دغه هندي واعظ څخه د ده د هغې وینا په هکله چې یوه میاشت مخکې یې کړې وه نږدې ۱۰ ساعته تحقیقات وکړل.

ذاکر نائیک ویلي وو چې «په مالیزیا کې هندوانو ته په هند کې د مسلمانانو په پرتله سل فیصده ډیر حقونه ورکول کیږي.» هغه دا هم ویلي ول چې مالیزیایي چنایان په دې هیواد کې د میلمه په څیر ژوند کوي.

په مالیزیا کې د نسل او مذهب موضوع ډیر حساسه ګڼل کیږي. د دغه هیواد د ۳۲ میلیونه نفوس ۶۰ سلنه یي مسلمانان دي.

د پولیسو تر تفتیش وروسته ذاکر نائیک د خپلې تبصرې په اړه د بخښنې په غوښتلو سره وویل چې نوموړی هیڅ کله هم توکمپاله نه دی. هغه زیاته کړه چې د هغه د وینا غلط تفسیر وړاندې شوی او لاسوهنه په کې شوې ده.

د سه شنبې په ورځ د هغه له طرفه په خپره شوې یوه بیانیه کې ویل شوي:«هیڅکله هم زما اراده دا نه وه چې د کوم شخص یا ټولنې زړه آزار کړم. دا د اسلام د اساسي اصولو خلاف کار دی او زه د زړه له کومې د دغې غلطفهمې له امله معذرت غواړم.»

ذاکر نائیک په مالیزیا کې د دایمي استوګنې اجازه لري، خو د هغه تر دغې شخړیزې وینا وروسته د دې هیواد یو شمیر وزیرانو د هغه د اخراجولو غوښتنه کړې ده. د اګست میاشتې له ۱۵ نیټې څخه پولیسو د ملي امنیت او نسلي همغږۍ د انديښنو په پام کې نیولو سره د ذاکر نائیک پر مدني فعالیتونو بندیز لګولی دی.

د مالیزیا د دولتي رسنیو په حواله لومړي وزیر مهاتیر محمد د یکشنبې په ورځ ویلي ول چې ذاکر نائیک د اسلامي تبلیغ بشپړه آزادي لري، خو هغه ته په کار ده چې د مالیزیا د توکمیز سیاست په هکله خبرې ونه کړي.

دویچه ویله اردو/ش.ن/ن.ز