1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديني مراسم او د کرونا بحران

۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

د کرونا ويروس محدوديتونو او بنديزونو پر ديني مراسو هم اغېز کړی. عيسوي ايستر، يهودي پېساخ او د مسلمانانو د روژې مياشت رمضان يې بېلګي دي. خو د مراسمو د بديلو لارو تلاښ هم ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3asBL
Corona-Pandemie und Religion | Messe Live im Internet in Trier
انځور: picture-alliance/dpa/Bistum Trier

په آلمان او نورو ګڼ شمېر لوېديځو هيوادونو کي د ايستر عيسوي اختر يا عيدالقيام د کرونا د بحران پر وخت ولمانځل سو. د عيسويانو د عقيدې له مخي په دغه ورځ حضرت عيسی ع له خپل قبر څخه راولاړ سوی ؤ. په دغه اختر کي په کليساؤ کي د زيات تعداد ګډون کوونکو په شموليت ديني لمانځني، عبادت او دعاوي تر سره کيږي.

په زياته د کاتوليکي کليسا مشر پاپ په واتيکان کي د انسانانو يوې ستري راټوليدني ته دعا کوي. په دغو ورځو کي مسيحيان يو د بل کورونو ته هم ورځي او په ګډه د عيدالقيام دغه اختر لمانځني. خو سږ کال پاپ فرانسيس په خالي کليسا کي صرف د څو پادريانو په شتون کي دعا او عبادت وکړ. په همدې راز د آلمان او ګڼ شمېر نورو هيوادونو کليساوي له انسانانو خالي وې او زيات خلک په کورونو کي پاته سول، ځکه چي بنديزونو ورته د راغونډېدو اجازه نه ورکوله. په دې توګه د ايستر دوشنبه (د اپريل ۱۳مه) بې له لويو مراسمو پای ته روسېده.

مسيحي لمانځني د انټرنټ له لاري

د کرونا د بحران پر وخت د ايستر لمانځني د زياتو کليساؤ له لاري په انټرنټ کي تر سره کړل سوې. دا په داسي حال کي چي په ګڼ شمېر نورو اديانو کي د انټرنټ له لاري د ديني مراسمو يا عبادت تر سره کول حتی تصور کيدلای لا هم نه سي.

Deutschland Kirche Heilig-Geist in Berlin-Charlottenburg
په برلين کې د يوې کليسا د منځ د ېوې برخې انځورانځور: DW/S. Kinkartz

عيسوي دين د دې ممانعت نه کوي چي معتقدين د انټرنټ يا تلويزيون له لاري په خپرېدونکو ديني مراسمو کي ګډون وکړي. په دې ترڅ کي له کوره په دغو عبادتونو کي ونډه اخيستنه هومره حسابيږي لکه څوک چي پخپله هلته موجود وي. له همدې کبله دواړو لويو عیسوي مذاهبو يعني پروتستانت او هم کاتوليک مذهب د انټرنټ له لاري خپل خدمات پراخ کړي دي. په ايسټر اختر کي هم په دې ترڅ کي له کليساؤ څخه عبادتي مراسم په ژوندۍ توګه پر انټرنټ خپاره کړل سول او پکښي زيات شمېر انسانانو له خپلو کورونو ونډه واخيسته.

اسلامي مراسم او انټرنټ

خو د انټرنټ له لاري د  مسلمانانو په عبادتونو کي ونډه اخيستنه ممکنه نه ده. د بېلګي په توګه د اسلامي عقايدو له مخي د جعې د لمونځ پر وخت حتی د امام او مقتديانو تر منځ سيند او يا حتی تر اندازې پنډ دېوال لا هم بايد موجود ونه اوسيږي. د دې تر څنګ مقتديان بايد د لمونځ پر وخت د امام شاته ولاړ وي او د دې اجازه نسته چي مقتدي داسي کوم ځای په امام پسي اقتدا وکړي، چي د امام مخي ته وي.

په آلمان کي «د مسلمانانو د مرکزي شورا» د اسلامي ټولنو د سراتحاديې رئيس، ايمان مازيېک دويچه ويله ته دا تائيد کړې چي په اصل کي د ژوندۍ خپرونې په ترڅ کي په عبادت کي ونډه اخيستنه نه ده ممکنه. د نوموړي په وينا له همدې کبله به تر کله چي مساجد تړلي وي، د جمعې لمنځونه نه ترسره کيږي.

Deutschland Zuckerfest
سږکال په دسته جمعي توګه روژه ماتی ممنوع دیانځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د اپريل په پای کي د روژې مياشت پېلېږي

مسلمانان د کرونا د بحران له کبله نه يوازي په آلمان، بلکي په زياتو  اسلامي هيوادونو کي په کورونو کي خپل عبادتونه کوي، ځکه چي مساجد د ويروس د خپراوي له بيري تړل سوي دي. د الاظهر پوهنتون څخه شيخ خالد اومران د آلمان لومړي تلويزيوني چينل ته ويلي دي چي دا چي مسلمانان د کرونا د بحران له کبله په کور کي لمنځونه کوي، جايزه ده. هغه زياته کړې: «په سنت کي د دې بېلګه سته چي حضرت محمد ص په داسو مواردو او حالاتو کي چي له مخي يې د جماعت يا د جمعې لمونځ ادا کول ممکن نه ؤ، مسلمانانو ته هدايت کړی چي په کور کي لمونځ وکړي.» په مصر کي واقع د الاظهر پوهنتون د سني مذهبه مسلمانانو له پاره د فتواوو منل سوې او محترمه منبع بلل کيږي.

خو د جمعې د لمونځ علاوه د مسلمانانو له پاره د انټرنټ له لاري د خپل ديني ژوند د زياتو فعاليتونو تر سره کول ممکن دي. په آلمان کي د (LIB) يا ليبرال اسلامي اتحاد په نوم ټولنې مشرې اودېت ييلماس د دويچلاند فونک آلمانۍ رسنۍ ته ويلي: «پر يوټيوب وعظونه کيږي چي هم پکښي د روان حالت په تړاو معلومات ورکول کيږي او هم پر خلکو د صبر کولو ږغ کيږي.»

په روژه کي و روغتيا ته پام کول

Deutschland Koran
يوه پوښتنه دا هم مطرح کيږي چي د روژې په مياشت کي به مسلمانان څه کوي؟ انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

دلته دا پوښتنه هم مطرح کيږي چي د روژې ه مياشت کي به مسلمانان څه کوي؟ دا په داسي حال کي چي له لمر خاته بيا تر لمر لوېدو پوري نه د چښلو او نه د خوراک اجازه وي. د روژې مياشته به ښايي د اپريل په ۲۳مه نېټه په داسي حال کي پېل سي چي د کرونا له کبله د ټولنيز فيزيکي واټن ساتلو مقررات به لا په زياتو هيوادونو کي پرځای پاته وي. په دې ترڅ کي به په لويو غونډو کي د افطار/روژې ماتولو امکان نه وي. ييلماس په دې ترڅ کي کومه عقيدوي ستونزه نه ويني. د هغې په وينا البته دا به د ټولنې له پاره او پکښي د ژوند کوونکو انسانانو له پاره يوه ننګونه وي.

خو د کرونا په وخت کي روژه نيول او ورسره مل روغتيايي ګواښونه يوه ستونزه بلل کيږي. هغه انسانان چي روژه نيسي حد اقل د روژې په لومړيو شپو او ورځو کي کمزوره او د ويروسي ناروغيو له پاره آسان هدف کيدلای سي. په دې هکله هم د الاظهر سني علماؤ فکر کړی دی. هغوی په دې هکله غور کوي چي يا خو دا کال روژه لغوه اعلان کړي او يا يې بل وخت ته وځنډوي. د شيخ خالد اومران په وينا خو دا پرېکړه لا تر اوسه نه ده سوې او په دې تړاو علما د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) سپارښتونو ته په انتظار دي.

د شيخ خالد په وينا که د روغتيا د نړيوال سازمان سپارښتنه انسانان مکلف کړي چي خوراک او چښاک وکړي نو بيا به ښايي (د الاظهر) فتوا دا وي چي انسانان دي د روژې په مياشت کي هم خوراک او چښاک وکړي. هغه زياتوي چي په داسي يو صورت کي به بيا «خوړل سوي روژې د بحران د ختمېدو وروسته قضايي نيول کيږي.» د هغه په وينا اسلامي شريعت د انساني روغتيا ساتنې ته د الله تعالی د مخلوقاتو د ساتنې په توګه ګوري.

د يهودي پېساخ لمانځنې به يوازي تر سره کيږي؟

په ټولو اديانو کي د ديني لمانځنو او مراسمو ځنډول کېدل يا په بديلو لارو يې اجرا کول آسان کار نه دی. د بېلګي په توګه د اسرائيل سترې محکمې په مارچ مياشت کي لا هغه غوښتنې ردي کړې چي پکښي د کرونا د بحران له کبله د پيساخ د مراسمو د ځنډول کېدنې هيله سوې وه. د يهودي دين د عقايدو له مخي پيساخ هغه د خوښۍ مراسم دي چي د حضرت موسی ع له خوا له مصر څخه د اسرائيلي قوم د آزادولو واقعه پکښي لمانځ کيږي. د يهوديانو دغه مراسم سږکال د ۸ اپريل څخه تر ۱۶ اپريل پوري تر سره کيږي.

Corona-Pandemie und Religion | Pessach in Jerusalem
د اکثرو يهوديانو له پاره د پېساخ مراسم د يهودي دين تر ټولو مهم کلني مراسم ديانځور: picture-alliance/dpa/I. Yefimovich

د اکثرو يهوديانو له پاره د پېساخ مراسم د يهودي دين تر ټولو مهم کلني مراسم دي. په عادي حالاتو کي يهوديان د خپلو خپلوانو، عزيزانو او دوستانو کورنيو ته ورځي او له هغوی سره په ګډه دغه مراسم لمانځي. په دې ترڅ کي لوی اجتماعي تر سره کيږي او د اختر په شان لمانځنې کيږي. دا مراسم نه يوازي په نوره نړۍ، بلکي هر کال په آلمان کي هم لمانځل کيږي چيري چي شاوخوا ۱۰۰ زره يهوديان سته.

يو شمېر يهوديان هم د انټرنټ له لاري په اجتماعي توګه خپل ديني مراسم او دعاوي کوي. خو دا چي د دغه دين له مخي د لمانځنې په ورځو او شبات کي د برېښنا او برېښنايي آلاتو استعمال ممنوع دی، نو د اکثرو مذهبي يهوديانو له پاره د انټرنټ له لاري د ديني مراسمو ادا کول ناجايز کار دی.

خو د اسرائيل يو شمېر اورتودوکس رابينانو فيصله کړې چي په ژوندۍ توګه د ويډيويي کانفرانس له لاري د پېساخ په ديني مراسمو کي د ګډون اجازه سته. خو دا په هغه صورت کي چي پخپله د پيساخ د پېل مخکي لا ټول اليکترونيکي آلات عيار او لګول سوي وي او د پيساخ پر وخت يې عيارول، بدلول او يا لګول اړين نه وي.

ز.ک./ا.و.ا./