1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په درېسدن کې د هیلموت کول وينا - د يووالي مهمه نخښه

۱۳۹۸ آذر ۲۸, پنجشنبه

د برلين د ديوال تر ړنگيدو شپږ اونۍ وروسته د آلمان د هغه وخت صدراعظم هیلموت کول درېسدن ته سفر وکړ. هلته وضعه ترنگلې وه خو دغه ورځ د آلمان د يووالي پر لور په يوې مهمې ورځې بدله شوه.

https://p.dw.com/p/3V5A5
Bundeskanzler Helmut Kohl in Dresden 1989
انځور: picture-alliance/dpa

د ۱۹۸۹م کال د دسمبر پر ۱۹ نیټه چې صدراعظم هیلموت کول او پلاوي یې درېسدن ته پرواز وکړ، فضا ترنگلې وه. هغوی د ديوال تر ړنگېدو وروسته په لومړي وار پخواني ختیځ آلمان يا د آلمان ديموکراتيک جمهوريت ته چې آلماني لنډيز یې «ډي ډي آر» دی، سفر وکړ. د سفر هدف د ختیځ آلمان د دولت له مشر هنس مودروف سره ليده کاته ول، څو له هغه سره د آلمان د دواړو دولتونو د راتلونکي په اړه خبرې وکړي. خو هلته، تر هرڅه د کول وينا مهمه گرځي.

په دغه ستر میدان کې یې د وينا دريځ کوچنی بريښيد. تر شا یې د دریسدن د «ښځو د کليسا» چې ډېر اوږد  تاريخ لري، ويجاړۍ تر سترگو کيدلې چې په ۱۹۴۵م کال کې د دويمې نړیوالې جگړې پر وخت ورانه شوې وه او مات ديوالونه یې د يادگار په موخه پريښوول شوي ول.

صدراعظم کول په اصل کې بايد دلته گلان ايښي وای. د دريځ مخې ته د تور – سور – او طلايي رنگه بيرغونو سمندر وو او انسانان ليدل کيدل چې د «يووالی، يووالی» او «هيلموت ، هیلموت» نعرې یې وهلې.

وروسته بيا کول دا وينا د خپل سياسي ژوند له ستخو ويناوو څخه يوه وبلله. ځکه چې د هغه په خبره: «خلک يوه پېغام ته په انتظار ول. نه يوازې د دې ميدان خلک، بلکې په ټول هېواد کې. په لويديځ او همدا راز په ختیځ کې.» کول زياته کړې وه : «يقيناً تر هيواد د باندې هم په ميليونو انسانان، په هغه ځایونو کې چې خلکو یې ويره درلودله او بايد سړی یې له پام ونه غورځوي، دې پېغام ته ځېر ول، دا یې واوريد او وليده.»

Berlin | Mauerfall
د ۱۹۸۹م کال د نومبر په ۹ نيټه د برلين ديوال ړنگ شوانځور: picture-alliance/akg-images

 د هيجاني کيدو مخه نيول

دوروتې ويلمز چې هغه وخت د آلمان د دوو دولتونو د خپل منځي اړيکو وزيره وه،  وايي: «په الوتکه کې ډېره خاموشي وه. کول پر ټولو ټينگار وکړ چې موږ ټول بايد د خپلې برخې کار وکړو، څو په درېسدن کې خلک چې احساسات یې پاريدلي دي، لا هیجاني نه کړو.»

هيلموت کول په دې پوهيدی: متحدين چې د دويمې نړيوالې جگړې گټونکي دي، د صدراعظم هر حرکت ته ځير دي. له هغه راهيسې چې څو اونۍ تر مخه هغه د آلمان د بيرته يوځای کیدو په اړه يو لس فقريي پلان وړاندې کړ او د امريکا د ولسمشر پرته یې بل هیچا ته څه ونه ويل، نو څلورو قدرتونو ټکان خوړلی وو. امريکا متحده ايالات، بريتانيا، فرانسه او شوروي اتحاد دغه څلور قدرتونه ول. له ټولو سره دا پوښتنه پيدا شوې وه چې د ديوال تر ړنگېدو وروسته به ويشل شوی او ضعيف شوی آلمان پر کوم لوري حرکت وکړي؟

په ختيځ آلمان کې هم وضيعت ترنگلی وو. له لويديځ سره د لارو تر خلاصيدو سملاسي وروسته خلک په شک او ناڅرگند حالت کې ول چې له دولت او سوسيالستي ټولنیز ماډل سره به څه کيږي.

درېسدن ته د کول تر سفر لږ دمخه د ترسره شوې يوې نظر پوښتنې په حواله اوس هم د خلکو يوه لويه برخه د يووالي مخالف ول.

بيرته يوځای کيدل؟ خو له مودروف سره نه

له وزيرانو سره تر خبرو اترو او د کول او مودروف ترمنځ تر دوه په دوه ناستې وروسته د لويدیځ آلمان پلاوی ژر په دې وپوهيد چې: د مودروف له حکومته ډېره تمه نه شي کيدلی. د هیلموت کول د بهرني سياست د برخې مشاور هورست تلتشيک په ياد دي چې دوی د سياسي او اقتصادي اصلاحاتو په اړه وړانديزونو ته په تمه ول. نوموړی زياتوي: «خو هيڅ داسې څه مو ونه ليدل.» په گډه خبري ناسته کې هنس مودروف يو وار بيا ټینگار وکړ چې هغه «د دوو خپلواکو آلماني دولتونو چې يو له بل څخه په آزاده توگه موجود وي«، پر شتون باور لري.

Dresden | Bundeskanzler Helmut Kohl mit Ministerpraesident Hans Modrow
د لويديځ آلمان لومړی وزير منس مودروف له هيلموت کول سرهانځور: Imago Images/photothek/T. Imo

د کول هدف: «زموږ د ملت يووالی»

او ماسپښين بيا ډېر زیات انسانان د «ښځو کليسا» د ویجاړې ودانۍ مخې ته راټول شوي ول. يوه ورځ تر مخه د مدني حقونو فعال هيربيرت واگنر د دوشنبې د مظاهرو پر وخت د کول د وينا اعلان وکړ، په داسې حال کې چې په رسمي پروگرام کې دغه وينا هیڅ شامله نه وه. واگنر هغه وخت را په يادوي او وايي: «خبر د ځنگله د اور په څېر خپور شو. ټولو غوښتل حاضر واوسي.» واگنر د وينا له پاره دريځ او لاوډ سپيکر چمتو کړي ول.

د صدراعظم کول کونډه مايکه کول ريشتر، وايي: «سړی چې هغې ورځي ته يو وار بيا نظر واچوي نو سهار خلکو د «يووالی، يووالی» او «هيلموت، هیلموت» نعرې وهلې. که چېرې تاسې د يوه سیاستوال په توگه هیڅ ځواب ور نه کړئ او له دغه خلکو سره خبرې ونه کړئ، زه فکر کوم چې بيا تاسې خپله دنده سر ته نه ده رسولې.»

هغه زياتوي چې له احساساتي پلوه دا د کول له پاره «د هغه د ژوند تر ټولو ستره ورځ وه.»

کول کابو ۱۵ دقيقې وينا کوي، هغه د ختیځ آلمان له وگړو څخه د هغوی د جرات له کبله مننه کوي چې سوله ایز انقلاب یې ترسره کړ. هغه ټينگار وکړ چې د آلمان راتلونکی باید د هغه د اروپايي گاونډيانو په مشوره وټاکل شي او راتلونکي ته وکتل شي. هغه وويل: «زما هدف به که د تاريخ کومه شیبه یې اجازه ورکړي، زموږ د ملت يووالی وي.»

Bundeskanzler Helmut Kohl in Dresden 1989
هيلموت کول په درېسدن کې له خلکو سرهانځور: Imago Images/U. Hässler

د کول د دې څرگندونو په ځواب کې خلکو احساساتي چېغې ووهلې او په گډه یې «نن يوه ډېر ښايسته ورځ ده» جمله زمزمه کړه. کول په داسې حال کې چې احساساتي بريښي له خلکو سره د خدای په امانۍ پر وخت وايي: «خدای دې زموږ پلرنې وطن وساتي.»

بيرته يووالي زخمونه هم پريښي

په درېسدن کې دغه ورځ د ځينو له پاره د آلمان د تاريخ يوه مهمه شيبه وه چې تر يوه کال څخه کمه موده که يې يووالی ته لاره اواره کړه. خو د ځینو له پاره ديرش کاله وروسته هم، پوښتنې شته. آلمان بیرته يو شو، خو آیا په تیره بيا د شرقي آلمان وگړي  دا احساس لري چې ارزښت ورته ورکړل شوی دی؟

د ۱۹۹۰م کال په مارچ مياشت کې په «ډي ډي آر» يا ختیځ آلمان کې ټاکنې وشوې، په لومړي ځل آزادې ټاکنې. د سوسيال ديموکرات گوند سياستوال مارکووس میکل په لومړي حکومت کې شامل وو، هغه د شرقي آلمان په استازيتوب د آلمان د يووالي په پروسه کې دخيل وو.

نوموړی د هيلموت کول نقش ته د شک په سترگه گوري. هغه وايي: «هغه لېر ليد چې له مخې یې د شرقي آلمان له حکومت سره چې زه هم پکې شامل وم، څرنگه چلن وشو، ډېر ناوړه وو. ځکه داسې عمل کيده لکه د آلمان يووالی چې يوازې د صداعظم کول کار يا لاسته راوړنه وي. د دې نتیجه دا وه چې د شرقي آلمان ونډه بيخي له پامه وغورځول شوه.»

د آلمان بيرته يووالي يو څه ټپونه هم پريښي دي چې تر اوسه روغ شوي نه دي. په ټوله نړۍ کې يووالي او دغه سوله ایزې پروسې ته د مثال په سترگه کتل کيږي. په درېسدن کې ډېرو وگړو له کول څخه ملاتړ وکړ.

(bs/nz (von Hammerstein