دوه آستراليايان د کانګرو د بچو له پاره خپل ژوند په خطر کې اچوي
د آسترالیا په ختيځ کې د ګري ويلسون او جولي ويليس په شا او خوا کې اور بل وو خو هغوی په خپل کور کې پاتې شول د اور له لمبو څخه د تيښتې پر ځاي یې د کانګرو له کوچنيو بچو سره مرسته پېل کړه.
د ژويو د پالنې شوق
د ګري ويلسون او جولي ويلیس خوښيږې چې له خپلو کوچنيو ميلمنو سره خپله د ناستی خونه شريٍکه کړي. دغه ښځه او ميړه له ۲۵ کالو راهیسې د يوې استرالیايې ټولنې Wytaliba سره پر خپله زمکه کې د بې موره وحشی ژويو پالنه کوي.آن د نوامبر مياشتی په لومړيو کي د سختي اور لګيدنې پر مهال يې هم دغه کار ته دوام ورکړ.
د اور له لمبو سره مبارزه
کله چې په آسترليا کې د لگېدلي اور لمبو د ژويو پالونکو کور ته ورسېدې نو دوي دواړو پريکړه وکړه:«موږ دلته پاتي کيږو او مبارزه کوو.» هغوي د اور لمبو تر وړاندې د اوبو له پمپونو څخه ګټه پورته کړه. د معجزې په ډول يې کور د اور له لمبو نه وژغورل شو او ټول کوچني ژوي خوندي شول.
کړيدلي ژوي
په اصل کې دغه دواړه ښځه او ميړه د هغو ځنگلي ژويو پالنه کوي چې مېندې یې موټر وهلي وي. خو د اور لګيدنې له پيل راهيسې د بې موره کوچنيو حيواناتو شمير د دغه استرالیاينو په کور کې څو برابره زيات شوې.
هر ساعت د وږو ژوو مړول
د ژويو پالته د پوره وخت کار دې. د کانګرو ماشومان له دوه تر څلورو ساعتونو پورې يو بوتل شيدو ته اړتيا لري. له همدي کبله ګری ويلسون او جولی ويلس هیڅ تصور نه شو کولی چې د اور له کبله دغه ځای پريږدي.
پخواني ساتل شوي بیرته راګرځي
په کور کې څوک شته؟ يو ځلې چې دلته پالل شوي کانګرو له کوره ځنگله ته ولاړ شي نو بيا بیرته نه راګرځي. خو د اورلګيدنو په بهير کې ډيرې هغه پخواني ساتل شوی کانګروګانو د ويلسون او ويلیس سره بیا پناه وغوښتله. هغوی د يو بل په بيرته ليدو خوښ ول که څه هم چې د د ناستې په سالون کې ځای تنگ وو.
يو پياوړی ټيم
جولي ويلیس او ګاري ویلسون د دغه ډول مرستې له پاره خپل وخت او پيسې قرباني کوي. که چيرې اړتيا وي حتي خپل ژوند په خطر کي اچوي. خو د څه له پاره؟ جولی ويليس وايې: «موږ فکر کوو،چې دا ارزښت لري»