دنسک: د وژل شوي ښاروال له پاره ویر
۱۳۹۷ دی ۲۹, شنبهد دنسک ښار اوسیدونکي د وژل شوي ښاروال پاویل ادامویچ، د مړینې له کبله خواښیني دي. له یوې اوونۍ راهیسې د ښار په بیلابیلو برخو کې داسې کسان چې په سترګو کې یې اوښتې دي لیدل کیږي. د ښار په بیلابیلو برخو کې شمعې لګول او د پاویل په یاد بیلابیلې لیکنې ځړولې شوې دي. په یوې لیکنې کې راغلي: «مننه پاول. د دنسک اوسیدونکي به دې له هیره و نه باسي.»
د ښار نه ستړی کیدونکی چارواکی
د اروپا د اتحاد مرکز (ECS) د وژل شوي ښاروال د لویو پروژو په ډله کې یوه وه. اوس د هغه مړی په همدې ځاي کې ایښودل شوی چې خلک یې وویني او خپل د درناوي مراسم ترسره کړي. ډیر کسان په ساعتونو په اوږدو کتارونو کې انتظار باسي چې له خپل ښاروال سره مخه ښه وکړي. په ښوونځو او دولتي ادارو کې د پاول تور او سپین انځورونه ځړول شوي دي.
هغه کسان چې پاول سره یې کار کړی وایي چې هغه یو «نه ستړی کیدونکی» ښاروال وو او تل به یې تازه نظرونه لرل.
د دنسک د ښار یوه چارواکې سکوروپکو کاچماریک، وایي: «له هغه سره کار کول داسې وو لکه سړی چې د جنګ له پاره تمرین کوي. کاري ساعتونه به اوږده ول. کله به یې په ورځ کې آن ۱۲ ساعته کار کوه. هغه موږ ټولو ته ډیر څه زده کړي. هغه جدي سړی وو، خو جدیت یې له کرکې ډکو بریدونو سره د مبارزې په معنی وو.»
له جر او بحث څخه ډک سیاسي فعالیتونه
پخوانی ښاروال د ښار پر آلماني تاریخ خبر وو او د ښار پخواني اوسیدونکي به یې په هرو څلورو کلونو کې یو وار دې ځای ته رابلل. کاچماریک وایي چې منتقدینو به یې ویل چې د هغه «آلمانیان ډیر خوښ دي».
په عین حال کې پاول د پولند پر حاکم «قانون او عدالت» ګوند باندې نیوکې کولې. کله چې به یې په نظر عدلي اصلاحات د قانون حاکمیت ته ګواښ رامنځ ته کوه او اعتراضونه به یې کول.
کاچماریک وایي: «موږ ډیر وخت له ځانه پوښتل چې ایا باید له سیاسي لحاظه ښکیل ووسو او که نه. خو پاول ادمویچ موږ ته زده کړل چې باید د مسایلو په اړه بې اشتیاقه و نه وسو.»
دا چې پاول د تیرې یکشنبې په ورځ د پولید د خیریه مرستو په تر ټولو لوی کانسرت کې ګډون وکړ، دا پخپله هم یو سیاسي دریځ وو. دغه کلنۍ کنسرت د پولند لیبرالانو پورې تړلی دی او حاکم ګوند ورسره موافق نه دی خو له دې کبله چې په میلیونونو کسان په کې ګډون کوي نو دغه ګوند یې مخه نه شي نیولی.
له کرکې ډکو اظهارتو پر ضد مبارزه
د وژل شوي ښاروال ښځې مګدلینا ادمویچ، د اروپا د اتحاد مرکز کې راټولو شویو خلکو ته وینا وکړه او په تیرو څو کلونو کې یې په پولند کې له کرکې ډکو اظهاراتو، د خلکو تر منځ درز او پر اپوزیسیون د بریدونو موضوعګانې په ډاګه کړې. ډیرو پولندیانو ویلي دي چې همدا وضعیت پر ښاروال د برید یو لامل دی.
مګدلینا وویل: «باور یې سخت دی چې دومره کرکه دې موجوده وي. خو تاسو په یاد لری چې هغه به بر سړک له خلکو سره په خندا خبرې کولی. راځئ چې یو له بل سره په نرمۍ خبرې وکړو. راځئ چې یو له بل سره مینه وکړو، لکه پاول چې به ډیر وخت ویل. د هغه مړینه به د هیڅ له پاره نه وي.»
د شکمن وژونکي د کورنۍ له پاره ملاتړ
د پاول مرستیا پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې څوک باید کرکې ته تسلیم نه شي. هغه ویلي دي چې د شکمن وژونکی له کورنۍ سره هم باید کرکه و نه شي ځکه په خبره یې هغوی هم له «خپل شوک سره مخامخ دي».
د ښاروال مرستیال ویلي دي چې د شکمن برید کوونکي مور تر پیښې مخکې پولیسو ته تللې وه چې د خپل زوی د بې ثباته رواني حالت په اړه شکایت وکړي. شکمن کس په دسمبر میاشت کې د بانک د غلا کولو په جرم په زندان کې تر پنځو کلونو تیرولو وروسته آزاد شوی وو. مور یې پولیسو ته ویلي وو چې زوی یې سیاستوال د خپل وضعیت مسوول بولي او له دې کبله نورو ته ګواښ دی.